
کابل ښاريان: د مهمو لارو او سړکونو بندولو ستونزې جوړې کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار اوسېدونکي شکايت کوي، د دې ښار ډیری مهمې لارې، سړکونه او واټونه د پوځيانو له لوري بند شوي او ملکي نقليه وسايطو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
دوی وايي، د حکومت له لوري د مهمو سړکونو بندولو اندېښمن کړي او په دغې ښار کې يې اوسېدل ستونزمن شوي دي.
د مکروريانو سيمې دوه تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ويلي، دغه مهمې لارې د زورواکو، چارواکو او د تورو ښيښو لرونکو موټرو لپاره خلاصې وي خو د عامو خلکو، ناروغانو او کاروباريانو پر مخ تړل شوي دي.
د کابل ښار پل محمود خان، د شش درک سړک، مکروریانو ته تللي لارې، د مسعود څلور لارې او د سرینا هوټل ته څېرمه سړک هغه سیمې دي چې د خلکو په وينا حکومت بندې کړي دي.
د دوی په خبره، د لارو او سړکونو بندېدلو سره روغتونونو ته پر لاره ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د خلکو کاروبار ته يې زيان اړولی دی.
په عين حال کې د کابل ګارنېزيون د قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان وايي، په کابل کې د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره تدابير نيول شوي او ډېر ژر به دغه حالت تغير وکړي.
خو د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي چارو د کمېسيون رييس محمد هاشم الکوزی د کابل ښاريانو اندېښنې پرځای ګڼي وايي، د سړکونو او لارو بندول حکومت ته د شرم خبره ده، د دې پرځای چې لارې بندې کړي، ناروغانو، دولتي کارکوونکو ته د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړې کړي، خپل امنيتي ارګانونه دي د غفلت له خوبه بيدار کړي او خلکو ته دې د خدمت باعث وګرځي نه د ستونزو جوړولو.