نړۍ

اسلام اباد: پښتنو د حکومت په ډاډ ورکولو خپله احتجاجي ناسته وځنډوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په اسلام اباد کې قبايلو او د خیبرپښتونخوا پښتنو له تېرو لسو ورځو راهيسې روانه احتجاجي ناسته وروسته تر هغه د يوې مياشتې لپاره وځنډوله، چې حکومت د هغوی د غوښتنو منلو ډاډ ورکړی او د نيول شوو پښتنو د پرېښودو ژمنه يې کړې ده.

د احتجاجي ناستو يوه مشر تنظيموونکي منظور خان پښتون په خپله فيسبوک پاڼې ليکي، چې حکومت دوی ته ډاډ ورکړی، چې د نقيب الله مسيد قاتلين به محاکمه کوي، د بې محکمې قتلونو مخنيوی او څېړنه به کوي، په وزيرستان کې پښتنو ته د اوښتو زيانونو د ارزونې لپاره به په بېړنۍ توګه ځانګړی کميسيون ټاکي او تري تم شوي قبايل به ټول خوشې کوي.

دغو احتجاج کوونکو ويلي، که غوښتنې يې ونه منل شي، يوه مياشت وروسته به يو ځل بيا په اسلام اباد کې احتجاجي ناستې پيل کړي.

منظور پښتون ويلي و، چې يوازې د مسيدو د قبیلې له پنځلس سوو زيات کسان تري تم شوي دي.

نوموړي د ټولو تري تم شوو کسانو له کورنيو غوښتنه کړې، چې د خپلو قريبانو کوایف او پيژندنه له دوی سره شريکه کړې او دوی به يې په خلاصولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي پښتون نن هم په خپلې فيسبوک پاڼې ليکلي و، چې امنيتي ځواکونو لس تري تم شوي کسان خوشې کړي دي.

منظور پښتون ويلي، چې د نقيب مسيد قاتل د پوليسو افسر راو انور او د هغه همکاران دې ونيول شي، په هېواد کې دې د پښتنو د بې محکمې وژنو مخنيوی وشي، د خلکو د تري ترم کولو مخنیوی دې وشي، په وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې دې امنيتي ځواکونه له چاودنې او وسله‌ وال بريد نه وروسته د سيمې د خلکو له ځورولو او بندي کولو لاس واخلي او په کومو سيمو کې، چې پوځيانو ماينونه کرلي، هغه بايد وباسي او د پوځي عملياتو له امله خلکو ته د زيان رسېدلو بدله ورکړي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغې احتجاجي ناستې د پای ته رسولو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه دا روښانه ده، چې د دغو احتجاجي ناستو غوښتنې او شرطونه به ومنل شي او که د پخوانيو احتجاجونو په څېر به دا هم همداسې پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ظلم یو حرام او ناروا کار دی د هر چا لخوا وی او پر هر چا چه وی حتی پر حیوان ظلم ناروا دی. ظلم معنی ظلمت، ظلمت معنی تیاره او تاریکی، معنی ظالم به په ابدی تیاره او تاریکی کی میشت وی.پدې کی شک نشته چه په پاکستان کی تقریباً په هره سطحه او کچه ظلم جاری او طاری دی خصوصاً قومی او تباری ظلم، البته هندیان هم د ظلم نه کولو څخه مبراء ندی، ځینی پر درمندر او دموکراسی مین افغانان د هندیانو د سیاسی اخلاقو ستاینه کوی خو د کشمیر پر مظلوم ؤلس د هندیانو ظلم په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x