ورزش

د افغانستان د فوټبال ځينې لوړبغاړي په ترافیکي پېښه کې ټپیان شوي

نن ټکی آسیا: په مالدیف کې د نن ورځې په وروستیو شیبو کې ، کله چې د افغانستان د فوټبال ټیم لوبغاړي له لوبغالي څخه خپل استوګنځي ته روان ول، په لاره کې د ترافیکي پېښي سره مخ شول.

په دې پېښه کې درې تنه لوبغاړي ټپیان شوي دي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم د فني کدر غړي علی عسکر لعلي په وینا، په دې ترافیکي پېښه کې چې د لوبغاړو د لېږدونکو موټرو تر منځ د ټکر په پایله کې را منځته شوه، اسلام الدین امیري، مصطفی آزادزوی او فیصل سخي زاده ټپيان شول.

نوموړي څو شیبې وړاندې د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپل را استولي پیغام کې د لوبغاړو د روغتیايي وضعیت په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د هېوادوالو د دعاګانو په برکت د ټولو ټپيانو حالت ښه شوی او همدا اوس څو شیبې وړاندې له روغتون رخصت شول..

د افغانستان د فوټبال ټیم لوبغاړي د لاووس هېواد له ټیم سره تر لوبېدو وروسته، چې لوبه مساوي پای ته ورسېده،په مالدیف کې خپلو استوګنځیو ته روان ول، چې د لارې په اوږدو کې له دې ترافیکي پېښي سره مخ شول.

د افغانستان د فوټبال ټيم تېره ورځ ترکمنستان هېواد ته ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې وه، چې د سه شنبې پر ورځ به د افغانستان او فلسطین ترمنځ لوبه کېدونکې وي؛ خو له دې پېښي وروسته د یادې لوبې برخلیک جوت نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x