
کشمير کې پر هندي پوځي اډې بريد کې دوه پوځيان وژل شوي- درې ټپيان دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن د شنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر پوځې اډه وسله وال بريد کې هندي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ای بي سي نيوز د راپور له مخې، د پوځ يوه وياند ډګروال دويندر انند ويلي، وسله وال کسان د شپې په تياره کې د پوځي اډې سيمې ته داخل شوي او سهار مهال يې جګړه پيل کړه.
نوموړی وايي، په سيمه کې د پوځي کسانو کورنۍ هم شتون لري او د عملياتي عسکرو څخه يې غوښتنه کړې چې د عملياتو پر مهال له احتياط څخه کار واخلي.
د سرچينې د لومړنيو معلوماتو پر اساس په دغې برید کې دوه هندي پوځيان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
دغه پوځي اډه د جمو کشمير اړوند ده، ويل کېږي په ۲۰۰۶ کال کې هم په ياده پوځي اډه د دوه سرتيرو بريدګرو له خوا بريد شوی و، چې په ترڅ کې يې دولس هندي پوځيان وژل شوي و او ګڼ شمير نور ټپيان و.
کشمير د پاکستان او هندوستان تر منځ لانجمنه سيمه بلل کېږي او له ډېرې مودې راهيسې يې دواړه هېوادونه د خپلولو هڅې کوي.