تخار : طالبانو هندۍ څرخي الوتکه را نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال طالبانو يوه څرخي الوتکه ويشتلې او را نسکوره کړې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي څرخي الوتکه هغه مهال د طالبانو له لوري په نښه شول کله چې د درقد ولسوالۍ په بصیرخیلو او قره تپه سيمو کې د دولتي ځواکونو له لوري عمليات روان وو.

د عيني شاهدانو په وينا الوتکه له ویشتلو وروسته په جری قشلاق سيمه کې لوېدلې.

طالبان وايي د دوی له لوري په نښه شوې څرخي الوتکه د هغو الوتکو له جملې څخه ده چې د هند هیواد له لوري افغان دولتي ځواکونو ته ور کړل شوي وې.

لا هم دولتي رسنيو د څرخي الوتکي د نسکورېدو او په کې د را منځته شوي مرګ ژوبلي اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

طالبان واي د څرخي الوتکي ټوله عمله ځای پر ځای وژل شوې.

د يادوني ده چې په دې وروستيو کې د هوايي بريدونو ستر زيان ولسي وګړي پرې کوي.

په درقد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له لوري په روانو عملياتو کې ((عمري ښار ګوټی)) هم له منځه وړل شوی او عمليات لا دوام لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د