د نن سرلیکنه

په هرات کې د هند کونسلګرۍ ولي په نښه شوه؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ په هرات ښارکې د هند کونسلګیري د نامعلومووسله والو لخوا تر برید لاندې ونیول شوه.

ښایې د دغه برید ترشا ډیر نور مرموز عوامل هم وي خو ښکاره عامل یې هغه پرېکړه ده چې له مخه يې هند غواړي افغان وسله وال ځواک ته روسۍ وسلې او پوځي وسايل وپېري.

هند د افغانستان په قضيه کې د امریکا یو متحد هیواد دی او د امریکایانو لخوا د طالبانو د واکمنې تر ړنګیدو وروسته یې له کابل سره په مختلفو برخوکې خواو شا ۱۲زره ملیونه ډالره مرسته کړې.

همدا راز هندي حکومت غواړي چې افغانستان ته يوشمير پوځي روزونکي د افغانستان د ملي اردو ځواکونو د روزلو په خاطر ولیږي.

څه موده مخکې هندي رسنیو رپوټ ورکړ چې دغه هیواد مخکې لا په خپله خاوره کې د روزل کېدونکو افغان افسرانو شمېر دوه برابره کړی دی.

دم ګړۍ د هند پوځ په خپله خاوره کې د افغانستان د ملي اردو افسرانو ته د په اصطلاح تروریستي ضد عملیاتو، د جګړې د میدان مهارتونه، استخباراتي تاکتیکونه، د چاودېدونکو موادو شنډول، معلوماتي تکنالوژي، د جګړې په ډګر کې روغتیايي مرستې او د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخو کې روزنه ورکوي.

د هند او افغانستان ترمنځ اوسنۍ اړیکي او مرستې تر ډیره حده په پوځي او استخباراتي محور تمرکزلري او دا هغه څه دې چې په سيمه یيزه لوبه کې ډراماتيک بدلون رامنځ ته کولاي شي او ښايي سيمه یيزه سيالي هم ورسره زور واخلي.

له دغې سیمه ییزې سیالۍ څخه به تر ټولو زیاته ګټه امریکایان پورته کوي ؛ځکه هغوی غواړي په دا ډول هڅوسره د سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ تفرقې او اختلافات ایجاد کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدې سیموکې وروستی تاوتریخوالی او تجاوزات یې ژوندۍ بیلګه دي .

د هند په وسیله د افغان ملي اردو روزنه او یاهم له هغوی سره تسلیحاتي مرستې د دې پرځای چې د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړای شي په سیمه ییزه ثبات او امنیت باندې ډیر منفي اثر غورځوي.

ځکه د هند او افغانستان ګاوندی هیواد پاکستان په افغانستان کې د هند هرډول نفوذ د ځان په تاوان بولي او په هرډول چې وي د هغه لپاره ستونزې جوړوي.

په افغانستان کې د امریکانو تحت الحمایه کمزوری حکومت د دې وړ تیا نه لري چې له دغې سیمه ییزې سیالۍ څخه د ځان په نفع ګټه پورته کړي نو خامخا به د دغې سیالۍ د یوه قرباني په توګه نورهم د زیات تاوان متحمل کیږي او هر ښار به یې د هرات د هندي کونسلګیرۍ د برید په څیر د خونړیو پیښو شاهد وي.

که چیري د افغانستان حکومت له بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو څخه مثبته ګټه پورته کولای شوای نو د امریکایانو او ناټو له هغو مرسته به یې پورته کړې وای چې په تیرو ۱۳ کلونوکې په ټول پوځي قوت د دوي تر شا ولاړ او تر یوسلو پنځوس زره زیات مسلح هوايي او ځمکنی مجهز ځواکونه د افغان ملي پوځ حمایت کوي او د هغوی پوځي روزنه کوي . خو مونږ وینو چې امریکایان ، د ناټو تړون او د هغوی ټول پوځي او استخباراتي ایتلافیان په داسې حال کې له افغانستانه پرشاکیږي چې دلته د امنیت او ثبات په لاره کې هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x