افغانستان

پر کانټينينټل هوټل د بريد په تړاو ۴ تنه ممنوع الخروج اعلان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل):لويي څارنوالۍ پر انټر کانټينينټل هوټل د بريد په تړاو ۴ تنه له هیواده ممنوع الخروج اعلان کړي.

د آزادۍ راډيو د خبر له مخي چې د لويي څارنوالۍ د يوې باوري سرچيني له قوله يې لیکلی وايي چې: په کابل کې پر انټرکانټينينټل هوټل د بريد په تړاو ۴ تنه له هیواده ممنوع الخروج اعلان شوي.

سرچيني د هغه کسانو له جملې چې له هیواده ممنوع الخروج اعلان شوي د انټرکانټينينټل هوټل مشر ، د کابل بلخ امنیتي کمپنۍ مشر سید رحیمي او د يادي کمپنۍ مرستيال ښودلي خو د څلورم کس اړوند يې څه نه دي په ډاګه کړي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

پر انټر کانټینینټل هوټل کابو ۲۰ ورځي وړاندي ماخستن د شپې مهال په ۸ بجو او ۴۵ دقیقو برید وشو چې د سبا ورځي تر غرمې پوري يې دوام درلود.

پر کانټينيټل هوټل د بريد مسؤليت طالبانو ومانه.

پر ياد هوټل د بريد له امله ستر زيان خارجي اتباعو پرې کړ او زياته مرګ ژوبله ور واوښتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x