fbpx

په شهدو سره علاج کول

دکتور کفایت الله وردګ

الله جل جلاله د شهدو په باره په قرآن کریم کې هم فرمایلي دي چې پدې کې شفاء ده او د شفاء لپاره د شهدو استعمال هم سنت دي د حضرت ابی سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي : أَنَّ رَجُلاً أَتَى النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: أَخِي يَشْتَكِي بَطْنَهُ. فَقَالَ: اسْقِهِ عَسَلاً ، ثُمَّ أَتَى الثَّانِيَةَ، فَقَالَ: اسْقِهِ عَسَلاً ، ثُمَّ أَتَاهُ الثَّالِثَةَ فَقَالَ: اسْقِهِ عَسَلاً ، ثُمَّ أَتَاهُ فَقَالَ: قَدْ فَعَلْتُ. فَقَالَ: صَدَقَ اللهُ، وَكَذَبَ بَطْنُ أَخِيكَ، اسْقِهِ عَسَلاً ، فَسَقَاهُ فَبَرَأَ. صحیح البخاري

ترجمه : یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلو ورته یې وویل : ورور ته مې د خیټې تکلیف دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : شهد ور باندې وڅښه بیا دوهم ځلي ورته راغی بیا یې ورته وفرمایل : شهد ور وڅښه بیا دریم ځل ورته راغی بیا یې ورته وویل : شهد ور وڅښه بیا ورته راغلو ویې ویل : ور ومې څښل بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : الله جل جلاله رښتیا ویلي دي (چې په شهدو کې شفاء ده) او ستا د ورور خیټې درواغ ویلي دي شهد ور وڅښه بیا یې ور وڅښل بیا جوړ شو .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د