rinjer-blast

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د پولیسو قوماندان او ساتونکي وژل شوي

نن ټکی آسیا: د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د پولیسو پر رینجر موټر چاودنه شوې او په پایله کې یې د پولیسو د دریو پوستو مشر او درې ساتونکي ځای پر ځای وژل شوي دي.

د کندهار امنیتي چارواکو د پېښي پخلی کړی دی او زیاته یې کړه ، چې په چاودنه کې قومندان محمد عیسی او ورسره ساتونکي وژل شوي دي.

طالبانو د نوموړي د وژنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي قومندان محمد عیسی ، چې د پولیسو د دریو پوستو مشري يې پر غاړه وه، په سېمه کې یو ظالم قومندان وباله.

د قومندان محمد عیسی پر موټر باندې چاودنه د شنبې په ورځ شاوخوا لس بجې د دامان ولسوالۍ د سرې کلا په سېمه کې  رامنځته شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د