نظــر

دتپل شوې کرښې هغې خوا د محکومو افغانانو د اعتراضونو په اړه

م، خواتي

لس ورځې کیږي چې د ډیورنډ د تپل شوې کرښې هغې خوا محکومو افغانانو د پنجابیانو د پښتني ضد او د پښتون وژنې د وحشیانه تګلارې په وړاندې اعتراضونه پیل کړي دي چې ځینې هغو ته د انقلاب او پاڅون د پیل نوم هم ورکوي.

دا چې دا اعتراضونه به کومې پایلې ولري د هغو په هکله وړاندوینه ستونزمنه ده خو دې سوله ئیزو منظمو اعتراضونو وښودل چې محکومو افغانانو دا وړتیا پیدا کړې ده چې په سیاسي ډګر کې هم ښه وځلیږي او دا یو ښه زیری او یوه غوره لاسته راوړنه ده.

دې اعتراضیه غونډو او لاریونو د افغانستان په میډیا او په تیره فیسبوک کې پراخه انعکاس وموند او د هغو سره پیوستون وښودل شو. په کابل کې لاریون او غونډې هم جوړې شوې. البته یوه ډله افغانان د محکومو افغانانو په هکله داسې څرګندونې هم لري چې ګواکې هغوی پدې ۷۰ کلونو کې د خپلواکۍ د ګټلو لپاره څه نه دي کړي او اوس هم د هغوی څخه د کوم مثبت ګام اوچتولو او اړین حرکت تمه نشته یعني دا چې هغوی ملامتوي ، هغه څه چې د منلو وړ نه دي. که خبره د ملامتۍ وي ملامت د خپلواک افغانستان مشران او حکومتونه پاتې شوي دي چې خپلو وروڼو ته یې شا ګرزولې او په اړینو فرصتونو کې د خپلو وروڼو د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره ګټه نه ده پورته کړې. په ۱۹۱۹ کې د انګریزانو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو نه نیولې ، دپاکستان تر جوړیدو، د هند او پاکستان تر منځ جګړو او د بنګله دیش د خپلواکۍ په مناسبو طلایي فرصتونو کې افغان چارواکو د ډیورند د کرښې د هغې خوا له لاسه تللو ځمکو د بیرته ګټلو په چاره کې بې تفاوتي یې څرګند ساري دي. حتی داسې بیلګې هم شته چې د یحیی د کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د پولې د هغې خوا پښتنو په ځپلو کې د انګریزانو او پنجابیانو سره همغږي هم ښودلې ده. برهان الدین رباني خو پدې اړه تر دې بریده مخکې لاړ چې د ملي امنیت مسئول یې (ډاکټر عبد الرحمن) آی اس آی ته د هغو پښتنو او بلوڅو لستونه ورکړل چې د مخکنی افغان څارګرې ادارې سره یې اړیکې لرلې. دا چې پدې کسانو او کورنیو یې پنجابیانو کومې میچنې وګرزولې او د کوم برخلیک سره مخامخ شول معلومات نشته. که پدې هکله مفصلآ تم شو په څو لیکنو کې باید پرې بحث وشي. خو که خبره د ملامتۍ وي د پولې د هغې خوا محکومو افغانانو د مشرانو په پرتله ددې خوا دولتي مشرانو تله خورا درنه ده.

د یحیی د کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د راډیو څخه د «دا پښتونستان زموږ» ترانې خپریدې او د وږی ۹ د پښتونستان ورځ هم لمانځل کیده خو واکمنې کورنۍ د پولې د هغې خوا افغانانو د برخلیک د ټاکلو لپاره نیمګړې نخښه هم نلرله. یو وخت روان فرهادي دبهرنیو چارو د وزارت جګپوړي د خان عبدالولي خان څخه ګیله کړې وه چې دپښتونستان د داعیې لپاره مبارزه نه کوي. ولي خان ترې پوښتلي و چې تاسې دپښتونستان دداعیې په اړه کومه تګلاره لری ؟ فرهادي کوم ځواب نه درلود او ولی خان د پاچا نه هم پدې اړه پوښتلي و چې پاچا هم کوم ځواب نه درلود او نوموړي ته یې ویلي و چې صدراعظم به معلومات درکړي خو محمد هاشم میوندوال هم ځواب نه درلود. پخپله ولی خان دپښتونستان دنامه یادول دپولې دهغې خوا افغانانو سره جفا ګڼي چې دافغانیت له برمه ډک ویاړ څخه یې ایستلي دي. ولي خان لیکي چې ما د پښتنو او بلوڅو د داعیې د حل په موخه فرهادي ته دری وړاندیزونه وکړل چې افغان حکومت ورسره مرسته وکړي خو فرهادي دری واړه وړاندیزونه عملي نه ګڼل یعنې چې افغان حکومت هوډ نه درلود خپله له لاسه تللې خاوره بیرته وګټي. هم پرون او په تیره نن یو شمیر ړانده قومي متعصبین د آمو څخه تر اباسینه لوی افغانستان ته لدې امله زړه نه خوښوي چې ګواکې په لوی افغانستان کې به د پښتنو شمیر زیات شي. دا ډول دریځ د دې ښکارندوی چې دې کسانو او ډلو ته دې ملي ګټو په پرتله قومي او ژبنی ګټي لومړیتوب لري. هغوی نه پوهیږي چې دلوی افغانستان د خوب په رښتیا کیدو سره به وچه کې ایسار افغانستان د سمندر خاوند شي او په ګاونډیانو پورې تړلي وضعیت څخه خلاص شي. دا بیا ښيي چې ړانده متعصبین څومره لویدلي او کوچني دي. د دې ټولو خبرو سره سره افغانانو ته ښایي چې د محکومو افغانانو د دې پیل شوي غورځنګ څخه په پوره قوت ملاتړ وکړي. اوس مهال د لر او بر افغانانو پوهاوی او یووالی د هر وخت په پرتله اړین دی چې باید له پامه ونه غورزول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x