افغانستان

پاکستانیو ځواکونو پر کونړ په تېرو شپږو میاشتو کې ۵زره توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د کونړ ځايي چارواکي وايي، پاکستانیو ځواکونو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د کونړ پر شپږو ولسوالیو ۵ زره توغندي توغولي، چې ځايي خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي، د پاکستانیو توغندیو د لګیدلو له امله له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې ولسوالۍ ډېرې زیانمنې شوي او سلګونه کورنۍ د کونړ نورو ځایونو ته کډه شوي دي.

کلمیزي ګواښ کړی، که پاکستاني ځواکونه پر کونړ د توغندیو د توغولو نه لاس وانه خلي؛ نو افغان ځواکونه به په ورته عمل لاس پورې کړي.

ده وویل، افغان حکومت له ډیپلوماټیکو لارو هڅه کوي، چې پاکستان پر کونړ د توغندیو د توغولو نه لاس واخلي؛ خو که روانې خبرې پایله ورنه کړي؛ نو موږ به په ورته کار ته مجبوره شو.

د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت هم وايي، چې د پاکستانیو توغندیو د توغولو له امله د سرکاڼو، مره ورې، خاص کونړ، شلطن، دانګام او هغه ولسوالۍ ډېرې ځپل شوي، چې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې دي.

دی هم وايي، که پاکستاني ځواکونه د توغندیو توغولو ته دوام ورکړي؛ نو افغان ځواکونه به یې ځواب ووايي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ او ننګرهار پر ځینو ولسوالیو توغندي توغوي، چې ځايي خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په روان کال کې یوازې د کونړ له شلطن ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ د پاکستانیو توغندیو د لګیدلو له امله بې ځایه شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري افغان پوله ساتو ځواکونو ته امر کړی و، چې د مرکزي حکومت له اجازې پرته د پاکستانیو توغندیو ځواب ورکړي او هغه سیمې پر نښه کړي، له کومو ځایونو چې پر کونړ توغندي توغول کېږي.

تېره اوونۍ د پاکستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی و، چې هم مهاله پر کونړ ۱۸۰ توغندي وتوغول شول.

افغان حکومت له امریکا سره لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړی، خو د کونړ پر موضوع امریکايي او ناټو عسکر خاموشي ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x