fbpx
China.teengers-adds

چین: د پېغلو ورنونه د سوداګریزو خبرتیاوو لپاره کرایه کېږي

نن ټکی آسیا: په چين کې د سوداګریزو اعلاناتو یوه شرکت د پوهنتون څخه د ۱۰۰ پېغلو انجونو ورنونه د خپلو اعلاناتو لپاره په کرایه اخیستي.

د اعلاناتو دا شرکت وايي چې دوی د ووهان په نامه ښار کې د تشونګنان پوهنتون ته ورغلل او هلته یې د انجونو څخه غوښتنه وکړه ؛څو خپل ورنونه دوی ته په کرایه ورکړي، دوی به اعلانونه پرې ولګوي او بیا به یې په بازار کې ودروي.

دغه شرکت په انجونو شرط لګولی چې په بازار کې به نېمه بربنډې ولاړې وي، ورنونه به یې ښکاره وي او په هغه به د ځینو مخصوص توکو ( بار کوډ ) لګېدلی وي، کوم چې په موبایل باندي یې عکس اخیستل کیږي او بیا یې عکس اخیستونکي ته بشپړ تفصیلات په موبایل کې ښکاره کیږي.

په انجونو بل  شرط دا لګول شوی چې هغوی به خلګ پریږدي تر څو ور نیژدې شي او له نیژدو یې عکسونه واخلي آن دوی به پر دغه مهال له خپله ځایه حرکت نه کوي تر څو یې عکس سم واخیستل شي او خلکو ته تخنیکي ستونزې پېښي نشي.

یوه ۱۹ کلنه انجلۍ چې په همدې پروګرام کې یې برخه اخیستې وايي، چي د اعلان په دې طریقه کې دا هیڅ مشکل نه ویني، بلکې توانیږي چې لږ مال وګټي.

بل خوا ډیری تبصره کونکو دا اسلوب ډیر ناروا او بی شرمه بللی او دا یې د ښځو بې ځایه استغلال او د هغوی د ښځېنه توب څخه ناوړه استفاده او ورته سپکاوی بللی.

دوی همدارنګه دا د شرق او غرب د ښځو د حقوقو د شعارونو سره خلاف بللې او استدلال کوي،  چې دیموکراته نړۍ له یوې خوا د ښځو د حقوقو د دفاع نغارې ډنګوي، خو بل اړخ ته یوازي د هغوی څخه د شهوت سړولو او تجارتي وسایلو په توګه کار اخیستل کیږي.

یادونه: د خبر نور انځورونه د نشر وړ نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د