fbpx

حکمتیار: استشهادي بریدونه روا او سپېڅلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سرتېري بریدونه روا ګڼي او سپېڅلي یې بولي.

نوموړي له اریانا نیوز سره په تازه مرکه کې د نورو خبرو ترڅنګ سرتېري بریدونه هم روا بللي دي.

حکمتیار ویلي، په استشهادي بریدونو کې د ملکي خلکو وژل حرام دي؛ خو استشهادي بریدونه سپېڅلي دي.

ده د انتحار او استشهاد په اړه وویل، انتحار هغه خلک کوي، چې په ژوند تنګ شوي وي، انتحار حرام دی؛ خو که د استشهادي بریدونه موخه ملکي وګړي نه وي په اسلام کې سپېڅلي دي.

د حکمتیار په خبره، هر هغه برید چې بې ګناه او بې وسلې خلک په کې ووژل شي اسلام رد کړي او زه یې په کلکو ټکو غندم.

حکمتیار دا ځل داعش د ایران پروژه بللې او افغانستان ته یې راتګ هم د ایران کار بللی دی.

د حزب اسلامي مشر افغان امنیتي چارواکي له طالبانو سره په لاس لرلو تورن کړي، چې په امنیتي چارواکو کې طالبان لوړ پوړي کسان لري او جنګلیالي یې تر مهمو ځایونو پورې رسوي.

حکمتیار په تازه مرکه کې د ملي یووالي حکومت بشپړ ناکام حکومت بللی او په ټولو چارو کې یې ناکام ګڼلی دی.

د حزب اسلامي مشر له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې؛ خو په ټولو بیا منکر شوی و.

د داعش په راتګ سره حکمتیار هغه وخت له دې ډلې کلک ملاتړ کړی و او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی و، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې له داعش کلک ملاتړ وکړي؛ خو وروسته یې بیا خپله خبره واخیسته.

حزب اسلامي په ۲۰۱۲ کال د سپتمبر میاشت کې په کابل کې د بهرنیانو پر یوه بس سرتېری برید کړی و، چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي وو.

د حزب اسلامي له لوري د دغه برید مسوولیت منل شوی و او دغه برید د یې فاطمې په نامه د یوې ښځې له خوا بللی و.

حکمتیار تېر کال د ملي یووالي حکومت سره د روغې وروسته کابل ته راغی او تراوسه په کابل کې اوسېږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

هر څومره چه ژر کیږی ګل بیدین باید دار المجانین ته یووړل شی هغه دماغی توازن ګډ وډ شوی ، هغه به ډیر ژر د ریګن په شان د خپلو#### شروع وکړی . هغه کله سمی او کله ناسمی وایی خو دواړه سمی او ناسمی یی غیر شعوری دی یعنی هغه نه پوهیږی چه څه یی وویل او د څه ویلو اراده یی لرله . هماغه پخوانی حفظ شوی خبری یی مغزو کی ګډی ودی شوی کله سمی ، کله ناسمی او کله سمی او ناسمی سره شریکوی . د ګلبدین ټولی خبری د ردولو هم نه دی که هغه… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

حکمتیار د ډېرو هیله مندو افغانانو هیلی خاوری کړې نه پدې دلیل چه مثلاً د غنی جان ور په شا سو بلکه پدې دلیل چه د استعمار د لوډسپېکر د حمّالی دنده ئې منلې ده. ماته ډېره خواشینوونکې او سؤال زېږوونکې ده چه تر پرون څلورنیمو بجو پوری خلقی او پرچمی او افغان ملتی پښتون د حکمتیار سخت دښمن ؤ خو نن ورسره لاس په غاړه دی. هغه ملی مبارزه چه د خپل اصلی مسیر څخه انحراف وکی ښکاره ده چه د سوړسک آباد په شېله او دره کی سقوط کوی. د جاه او جلال او شوکت او دبدبې اسارت… نور لوستل »