نړۍ

د پښتنو لاریون ګډونوال: د اشرف غني ملاتړ تاوان وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ په اسلام اباد کې د پښتنو لاریون وروسته تر هغه پایته ورسید کله چې د پاکستان حکومت سره یوې هوکړې ته ورسید او حکومت د لاریون کوونکو د غوښتنو د عملي کولو لپاره یوه میاشت وخت وغوښت.

د ویسا ورځپاڼې د خبر سره سم په لاریون کې یو شمیر ګډونوالو ویلي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني له لوري د لاریون سره د ملاتړ اعلان ددې پر ځای چې ګټه وکړي، دوی ته یې تاوان وکړ.

د لاریون یوه ګډونوال مشرف زاهدي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اشرف غني غوښتل د پښتنو د ملاتړ په نوم خپله کمزوري پټه کړي، په داسي وخت کې چې د اسلام اباد لاریون دده ملاتړ ته هیڅ اړتیا نه لرله.

د جیلاني ځواک په نامه یوه بل مدني فعال لیکلي چې ارګ یوازي د تبلیغاتي غوغا جوړلو لپاره د یوه ستر مدني حرکت د ملاتړ خبره وکړه.

مشرف زاهدي وړاندي ویلي چې اشرف غني د خپلو کمزوریو د پټولو تر څنګ غوښتل چې ځانته سیاسي کمپاین وکړي.

د ثنا اعجاز په نامه یوې ګډونوالي د اشرف غني ملاتړ ته په اشاره وویل چې ځینو کړیو غوښتل دغه لاریون په خپله ګټه تمام کړي خو بریالي نه شول.

د افغان څېړنیز او مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني هم په دې نظر دی چې د اشرف غني ملاتړ پر لاریون منفي اغیز درلود او پاکستان ته یې د لاریون د ځپلو پلمه په لاس ورکړه.

نوموړي وویل، په داسي وخت کې چې له مخکې لا د پښتنو پر لاریون نیوکې کیدلې چې د بهرنیو کړیو لاس ورسره دی، په داسي وخت کې د اشرف غني غیر مسؤولانه ملاتړ نور هم ورته په زیان تمام سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

غلام غنی کله د ځان په ملاتړ هم خطا وځی امام حسین د الله ج نواسه یادوی او کله د دعا په ځآی لاسونه غوږو ته وړی یعنی لمونځ یی هم زده نه دی زه نه پوهیږم چه امریکایانو ورته د کوم ښه خصلت له مخی متفکر ویلی د متفکر په ځای یی ورته ب باید ی عقل یا لیونی ویلی وو

سید ګلاغا بنوری

دغنی څخه کله هم داتوقع نه کیږی ۔په هغه دومره کار شوی ۔اومغز ﺉی دومره پاک پریمنځل شوی ۔ چه دګادۍ دآس غوندی شااوخوا لیدلی نشی اوپه خوله کی ورته قیضه پرته ده اوپه هره ۔پخه ۔خامه۔ تنګه اوپراخه لارکی د سایق له خوا اداره کیږی ؟دی بعضی اوقات ځان مشر،مشر کوی ځان ته څه ضمیر راجع کوی ، هغه دا چه خپل موجودت په اجتماع کی ثابتوی ، خواجتماع داجناب ډیر له وخته استفراق کړیدی ؟اوهمدا دده په بیعقلۍ دلالت کوی ، چه خپل ځان اوخپل موقف نشی درک۔کولی ،ځکه دا ډیر معذور جسد دی ؟الله مودده دحالت څخه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x