fbpx
zahabi

کره خبره: امام الذهبي وایی سړی دي تجارت، عبادت او جهاد ټول وکړي

ابودرداء عویمر بن مالک الانصاری رضی الله عنه یو مشهور صحابي دی، دی په مدینه کې زیږیدلی او په شام کې په کال ۳۲هـ (۶۵۲م) وفات شوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم دده په اړه وایی : عویمر حکیم أمتي . یعني عویمر زما دامت یو هوښیار انسان دی امام ابن الجزری رحمه الله تعالی دده په اړه لیکي : كان من العلماء الحكماء (الأعلام للزركلي 5:9 يعني ابودرداء له هوښیارو پوهانو نه و .

د ابو درداء رضی الله عنه یوه وینا را اخلو او خپله موضوع پری غځوو دی وایی: زه د رسول الله صلي الله علیه وسلم له نبوت مخکي تاجر وم، کله چې اسلام راغی تجارت او عبادت مي سره یو ځای کړل، خو نه سره یوځای کیدل، نو تجارت مي پرېښود، او عبادت ته مي ځان خلاص کړ. امام الذهبي رحمه الله وایې: غوره خبره داده چې سړی تجارت، عبادت اوجهاد ټول وکړي، او ابو درداء چې کومه خبره کړې ده د سلفو ځیني صوفیانو هم دا لاره نیولې وه.

په دې کې شک نشته چې په دې موضوع کې د خلکو مزاجونه مختلف دي، ځیني قوي خلک شته چې هغوی کولی شي تجارت او عبادت دواړه وکړي، لکه ابوبکر صدیق او عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنهما، او لکه عبد الله بن المبارک، او ځیني بیا دومره نشي کولی یواځي عبادت ته یې ځان ګوښی کړی وي، ځیني په پیل کې دواړه کوي وروسته عاجزه شي او ځیني مخکي عاجزه وروسته دواړه کولی شي، خو په هر صورت د ښځې او اولاد حقوق لازمي دي. سیر اعلام النبلاء للذهبي.

د امام ذهبي رحمه الله خبره ډیره کره او پر ځای ده په موږ کې مشهوره ده چې دینداري او مالداري نشي سره یوځای کیدلی لکه رحمان بابا هم ویلي دي: ما مالدار سړی دیندار لیدلی ندی، خو د امام ذهبي رحمه الله خبره کره او پخه ده او هغه دا چې د خلکو قوتونه او مزاجونه مختلف دي، موږ داسي خلک پخپله لیدلي دی چې الله جل جلاله هغوی ته توفیق ورکړی وي او د دین او دنیا دواړه کارونه پر مخ ولي، او شوني ده چې یو څوک د دنیا او دین دواړه کارونه پر مخ بوځي. او الله دي موږ هم له دې موفقینو نه وګرځوي. او ځیني خلک بیا دومره پیاوړي نه وي چې دواړه کارونه پر مخ بوځي. مطلب مو داو چې دا قاعده او اصل نده چې د دین له کار سره د دنیا کار نشي کیدلی لکه موږ چې یو اصل ګرځولی دی.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د