نړۍ

کابل له پاکستاني چارواکو سره ناسته بې ګټې بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت چارواکي وايي، چې په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني چارواکو ناسته بې پرمختګ او بې ګټې پای ته رسېدلې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وړمه ورځ په کابل کې رسنیو ته ويلي و، چې له پاکستان سره روانې خبرې ګټورې او له پخوانيو ناستو سره توپير لري، خو تېره شپه د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتې څانګې ويلي، چې له پاکستاني چارواکو سره د اسلام اباد دوه ورځنۍ ناسته بې پايلې او بې پرمختګه پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سرچينو هم رسنيو ته ويلي، چې «له افغان چارواکو سره روانې خبرې بيخي ناکامې نشو بللی، خو دومره به ووايو چې خبرې له خنډ سره مخ شوي دي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر فیصل ويلي، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ډېرو خبرو ته اړتيا لري او ټينګار يې کړی، چې کابل او اسلام اباد به په راتلونکي کې نورې ناستې هم وکړي، خو د راتلونکو غونډو کره نېټه يې نه ده ښوولې.

افغانستان او پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې پر يوه بل تورونه لګوي او په تېرو څو کلونو کې يې څو ځله د سولې خبرې کړې، خو له ناستو وروسته بېرته ناکامه شوي دي.

د ګډ حکومت مشرانو څو ځله له پاکستان سره د هر ډول خبرو د تحريمولو اعلان وکړ، خو د روانې فبرورۍ په لومړۍ نېټه، د کورنيو چارو وزیر ويس برمک او د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی له يو شمېر اسنادو سره اسلام اباد ته ولاړل، تر هغې دوه ورځې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې تهمينه جنجوعه په مشرۍ د ملکي او پوځي چارواکو يو پلاوی کابل ته راغی او دواړو لوريو يو ځل بيا د دوه اړخيزو ناستو او د سولې د خبرو د پيل هوکړه وکړه.

وړمه ورځ د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ او د راپورونو له مخې له پاکستان سره يې د کډوالو، سرحدي مديريت، د سولې او طالبانو په اړه خبرې کړي، خو ګډ حکومت وايي، چې دا خبرې ناکامې دي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې خبرې له خنډ سره مخ شوي دي.

د سياسي چارو کارپوهانو د دغو ناستو له پيل وړاندې ويلي و، چې دا ځل هم د افغان حکومت د سولې هيله د پخوانيو هغو په څېر د وخت د ضايع کولو په معنا ده او کومه لاسته راوړنه به ونه لري.

د ګډ حکومت چارواکي تل پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی، خو پاکستان دغه تورونه ردوي او په دې اړه له افغان حکومته د ثبوتونو غوښتنه کړې ده.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د پاکستان لپاره له افغان حکومت او امریکا سره د سولې خبرو پر وړاندې په افغانستان کې د هند پوځي او سياسي نفوذ دی او تر څو پورې، چې د هند نفوذ په افغانستان کې وي، دا اړيکې ګټورې نشي تمامېدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x