افغانستان

هرات کې پر بې وسه ماشومانو د جنسي تېري پېښې زیاتې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هرات د بشري حقونو کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې پر بې وسه ماشومانو د جنسي تېري پېښې ډېرې شوي دي.

د هرات د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر عبدالقادر رحیمي وايي، په هرات کې د واټونو پر سر ګرځېدونکي ماشومان له سختو کارونو سربېره له جنسي تېریو څخه هم خوندي نه دي او د بېلابېلو خلکو له لوري پرې جنسي تېري کېږي.

د رحیمي په خبره، ډېری ماشومان د انساني قاچاق کوونکو له لوري بهر ته تښتول شوي او تراوسه له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي نه دي.

نوموړي له حکومت او مدني ټولنو له استازو وغوښتل، چې پر ماشومانو د جنسي تېریو پر ضد غږ پورته کړي او د دغو کارونو مخه دې ونیسي.

دی وايي، د شپې له خوا کوچنۍ نجونې او هلکان د خلکو په کورونو کې نڅول کېږي، جنسي تېري پرې کېږي؛ خو حکومت او امنیتي ځواکونه ورته پاملرنه نه کوي او نه یې مخه نیسي.

ده وویل، له هراته یو ماشوم عربي هېوادونو یوازې د اوښ د سپرلۍ کولو لپاره وړل شوی او بیا هرات ته راګرځېدلی نه دی.

په هرات کې مدني ټولنې هم مني، چې په دغه ولایت کې پر بې وسه ماشومانو د جنسي تېرو پېښې ډېرې شوي دي.

د هرات د کار ټولنیزو او شهیدانو ریاست وايي، اوس مهال په هرات کې ۱۰ زره پر واټونو ګرځېدونکي ماشومان شته؛ خو د مرکزي حکومت د بودیجې د نشتوالي له امله ورته پاملرنه نه شي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x