fbpx

هواووې کمپنۍ په ځانګړې کامرې سره نوی سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له تېرو څو کلونو راهیسي په ځیرک مبایلونو کې یو شمېر پراختیاوې رامنځته شوي او ورځ تر بلې پرمختګ کوي، چې له دغو پراختیاو څخه یې یو ددغو مبایلونو کامرې دي، چې ورځ تر بلې یې د کیفیت په غوره والي خوارۍ روانې دي.

د چین مشهوره کمپنۍ «هوواوې» غواړي پخپل نوي راتلونکي سمارټ فون کې داسې ځانګړتیا وړاندې کړي چې له دې وړاندې یې هیڅ کوم مبایل نه لري، دوی غواړي په دغه ځیرک مبایل کې د شا خواته درې کامرې ولګوي.

د هوواوې کمپنۍ P-Series نوي مبایلونه به د مارچ په ۲۷مه نېټه د پاریس ښار په نړیوال کانګرس کې وړاندې کوي، چې اټکل کیږي په دغو نویو ځانګړنو سمبال ځیرک مبایل هم په دغه کانګرس کې نندارې ته وړاندې شي.

د راپورونو له مخې په دغه نندارتون کې به هوواوې کمپنۍ پي ۲۰، پي ۲۰ پلس او پي ۲۰ لايټ (P20-P20plus-P20lite)، وړاندې کوي، چې په لومړي ځل به د شا درې کامرو ځانګړنه ولري، تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا دریواړه مبایلونه به دغه ځانګړنه ولري که یوازې پي ۲۰، خو ښکاري داسې چې یوازې پي ۲۰ مبایل دغه ځانګړنه لري.

همدا ډول دغه سمارټ فون به د 5x زووم سره درې لینسونه او ۴۰ میګا پیکسله کامرې ولري، خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې هوواوې کمپنۍ په نوي سمارټ فون کې دغه ځانګړنه د کوم مقصد لپاره ورکړې، ځکه د دوه کامرو والا سمارټ فونونه په عام ډول دوه لینسونه لري، چې یو یې تور او سپین (black & white) او بل یې رنګه (color)، او یا یو د اعلی کوالټۍ او دوهم د مناسبې کوالټۍ کامرې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د