fbpx
1 hadees

د یوه حدیث شرحه (لومړۍ برخه) – ليكوال: حامد افغان

دپیل خبرې

خپلې خبرې د خیر غوښتنې (الدین النصیحة) په مبارک حدیث سره پیل کوم، هر مومن مکلف ده چې مسلمانانو او عامو انسانانو ته به دخیر غوښتنه کوي، او انسانیت ته به د ګټې او خیر کارونه تر سره کوي، او دا خبره په دې حدیث کې روښانه شوې ده : عن تميم بن أوس رضي الله عنه ، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : الدين النصيحة ، قلنا : لمن يا رسول الله ؟ قال : لله ، ولكتابه ، ولرسوله ، ولأئمة المسلمين وعامتهم . رواه البخاري ومسلم .

ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : دین نصیحت او خیر غوښتنه ده ، موږ ورته وویل : دین دچا له پاره نصیحت او خیر غوښتنه ده ؟ هغه وویل : د الله له پاره، د هغه د کتاب له پاره ، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له پاره ، د مسلمانانو د مشرانو له پاره او د عامو مسلمانانو له پاره .

تشریح : په عربي ژبه کې د (الدین النصیحه) جمله په داسي توګه راغلې ده چې انحصار پیدا کوي یعني دین یواځي نصیحت او خیر غوښتنه ده لکه دا ډول جمله په یوه بل روایت کې راغلې ده : (الحج عرفة) یعني حج یواځې عرفات دی دا معنا چې عرفات یې مهم رکن دی ، دلته له دي جملې نه دا معنا ځکه په دې ډول اخیستل کیږې چې مبتدا او خبر دواړه معرفه راغلې او د دواړو معرفه والی انحصار پیدا کوې . مطلب داشو چې په دین کې نصیحت او دیوه بل خیر غوښتنه ډیر لوی مقام لرې او ډیر مهم ده .

لله : دا نصیحت او خیر غوښتنه په څو دوله ښوول شوی ده یو د الله له پاره یعني له هغه سره اخلاص او هغه واحد او لا شریک بلل ، او د هغه یاد او ذکر کول ، دا راز د هغه د دین دفاع کول او دباطل له پلویانو یې ساتل .

ولکتابه : دین د قران له پاره نصیحت دی دامعنا چې دهغه په ښه توګه تلا وت وکړل شي د هغه په لویو معناو کې تدبر اوفکر وکړل شي ، په هغه عمل وکړل شي او خلکو ته ور زده کړل شي .

ولرسوله : دین د رسول له پاره نصیحت دا معنا چې هغه څه راوړې دي په هغه کې یې تصدیق وکړل شي ، که څه هم په هغه کې داسې شی راشي چې زموږ عقلونه نه پرې رسیږي . دا راز دهغه پیروي او دهغه سنت عملي کول د هغه له پاره نصیحت ده .

ولأئمة المسلمين : دین د مسلمانانو د امامانو له پاره نصیحت دی ، له امامانو نه مراد علماء او واکمن دي علماء د دین امامان دي او واکمن د دنیا امامان دي ، او د دوی دواړو له پاره خیر غوښتنه هم رسول الله صلي الله علیه وسلم په دین کې مهمه بللي ده ، دعلماو له پاره خیر غوښتنه داسې چې له هغوی نه باید علم زده کړل شي ، له هغوی سره ناسته ولاړه وکړل شي ، دهغوی نیک خویونه او صفات خلکو ته ورسول شي ، چې دخلکو مینه ورسره پیدا شي ، دهغوی تیروتني او خطاوی باید نشر نشي او دا له هغوی سره دظلم په معنا ده . او د واکمنو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې له هغوی سره مرسته وکړل شي او په روا چارو کې یې پیروي وکړل شي .

وعامتهم : دعامو مسلمانانو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې دهغوی له پاره هغه څه خوښ کړې چې ځان ته یې خوښوې ، هغوی ته داسې لار وښودل شي چې د دین او دنیا خیر یې وې پکې ، حقه لاره ورته بیان او روښانه کړل شي ، له هغوی سره نرم چلند او غوره اخلاق غوره کړل شې ، د هغوی د یووالي او اتحاد کوښښ وکړل شي .

نيت مي کړی چې په دې لیکنه کې زه یو نبوي حدیث په پورره تفصیلي توګه تشریح کړم او په دې حدیث کې چې کوم ستر مفاهیم او مطالب بیان شوې دي هغه د قرانکریم، نبوي حدیثو او مختلفو دلایلو په رڼا کې راوسپړم، په دې سره مې موخه یواځي نصیحت او خیر غوښتنه ده، ( إن اريد إلا الإصلاح ما استطعت) د دې مبارک نبوي حدیث لنډې جملې له ډیرو لویو مفاهیمو ډکې دي اودا مبارک حدیث له (جوامع الکلم) نه دی یعني له هغو حدیثو څخه دی چې جملې یې کمې او معناوې یې زیاتي وي ، دا راز په دې حدیث مبارک کې د موجوده وخت ډیرو هغو موضوعاتو ته اشاره شوې ده چې نن سبا په مسلمانانو کې شتون لري او مسلمانان یې په تفصیل خبرول خورا مهم او لوی کار ده، په دې حدیث کې څلور ډوله دری ګونې عملونه او کړنې یادې شوې دي :

• دری هلا کوونکي،
• دری نجات ورکوونکي،
• دری ګناهونه تویوونکي،
• دری درجې لوړوونکي .

د خدای عزوجل سپیڅلې پیغمبر صلي الله علیه وسلم خپل امت ته د ژوند په هر اړخ او هر پړاو کې خیر اوښه غوښتې دي، او دهغوی له پاره یې هر وخت دعا ګانې کړې دي . په دې حدیث کې څلور دری ګونې عملونه په ډیر اختصار او لنډون سره بیان شوې دي چې هریو یې پوره تفصیل ته اړتیا لري . د حدیثو ډیرو شارحینو په دې حدیث باندې اوږدې لیکنې کړې دي، زه غواړم په دې حدیث اوږد بحث وکړم، او کوم مفاهیم او تفصیلات چې په دې حدیث مبارک کې راغلې دي هغه درسره شریک کړم . الله دي وکړي په دې مبارک حدیث کې راغلي خبرې عملي کړو.

ليكوال: حامد افغان

پاتې لري…

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د