
هلمند: نفوذي بريد کې شپاړلس سنګوريان وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل)هلمند ولايت کې په يوه امنيتي مرکز د نفوذي کسانو د بريد په ترڅ شپاړلس سنګوري اربکيان وژل شوي دي.
پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ اړوند ترابي هوټل ته څېرمه د “محمد رسوليان” په نوم د يوه دولتي قومندان په پوځي مرکز کې رامنځته شوې ده.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي، د طالبانو يوه نفوذي کس د پوځي مرکز په داخل کې پر سرتيرو ډزې کړي، شپاړلس سنګوريان يې وژلي او خپله له وسلو سره د طالبانو سيمې ته تللی دی.
له بله پلوه طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې دغه برید د دوی د درې تنو نفوذي کسانو له لوري ترسره شوی دی.
طالب وياند زياتوي، په برید کې د يوه قوماندان په ګډون شپاړلس سنګوري اربکيان وژل شوي او په ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې، يو ډاډسن موټر، يو موټرسيکل او په زياته اندازه پوځي توکي او مهات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د احمدي په وينا، درې واړه نفوذي کسان د دوی سيمې ته روغ جوړ ورستانه شوي دي.
بايد وويل شي، چې تر دې مخکې هم د طالبانو نفوذي کسانو د دولتي ځواکونو سربيره په بهرنيو ځواکونو دغه ډول بريدونه ترسره کړي دي.
طالبانو څه موده مخکې په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې د دولت او بهرنيو ځواکونو په پوځي ليکو کې يې سلګونه کسان شته او موقع ته په کتو به بريدونه ترسره کوي.