
سعودي عالم: ښځې د چادري په اغوستو نه دي مکلفې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سعودي د سترو علماوو د ټولنې يوه مشر غړي شيخ عبدالله المطلق وايي، چې ښځه د چادري په اغوستو نه ده مکلفه په داسې حال کې، چې ښځه خپل ستر په خپله کولی شي.
د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي، چې دا فتوا هم د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د هغه پلان برخه ده، چې غواړي سعودي له مذهبي حلقو ازاد او «ماډرن سعودي» جوړ کړي.
شیخ عبدالله المطلق وايي، چې د نړۍ نوي سلنه مسلمانانې ښځې چادري نه پېژني او موږ په مکه او مدينه کې پرهېزګارې ښځې ګورو، چې د قرانکريم حافظانې هم دي، خلک د الله تعالی لارې ته دعوتوي، خو دوی هم چادري نه لري.
د ټولنيزو شبکو فعالانو د شيخ مطلق پر دې څرګندونو بېلابيل غبرګونونه ښودلي، ځینو يې ملاتړ کړی، خو ډېری سعودي ښځو او نارينه وو يې مخالفت کړی دی.
د ټويټرې يوې فعالې «kooshe90» ليکلي، که داسې خلک سل فتواوې هم ورکړي زه به هېڅکله خپله چادري لرې نه کړم.
رویټرز خبري اژانس وايي، چې د ۲۰۱۶ کال پر مهال په پلازمېنه رياض کې مذهبي پوليسو يوه ښځه له دې امله نيولې وه، چې عباء يا چادري يې نه وه پر سر کړې.
د ټولنيزو شبکو فعالانو د شيخ عبدالله المطلق دا څرګندونې د محمد بن سلمان د هغه نظر او پلان برخه بللې، چې غواړي سعودي د مذهبي او ديني اتباع پر ځای ماډرن او سيکولر هېواد کړي.
د محمد بن سلمان د پلان له مخې په سعودي کې لوبغالو ته د ښځو د ورتلو اجازه ورکړل شوې، همدارنګه د موسیقي محفلونو کې هم ښځو ته عامه اجازه ورکړل شوې او د لومړي ځل لپاره سعودي کې د حکومت تر سرپرستۍ لاندې د سينما جوړلو چارې هم پيل شوي دي.