
د امریکايي ځواکونو مستند جنګي جنایت
نن ټکی اسیا – سرلیکنه:
تیره اونۍ امریکايي او ګډو ځواکونو د خوست او غزني په ولایتونو کې دوه بیلابیل عملیات ترسره کړل.
امریکايي ځواکونو لومړني هوايي عملیات د غزني ولایت د دهیک لسوالۍ په جنبات کلي کې تر سره کړل چې له امله یې د جنبات د کلې څلور تنه معصوم ماشومان د ماشومانه لوبو په مهال ووژل شول.
او دوهم عملیات ګډو ځواکونو د خوست ولایت د علي شیرخیلو ولسوالۍ په بتۍ کلي کې تر سره کړل چې له امله یې د یوې کورنۍ اووه غړي په ډیر وحشت شهیدان کړل.
د غزني د وژل شویو ماشومانو د ویرجنې پیښې په غبرګون کې د دهیک او اندړو ولسوالیو یو زیات شمیر قومي مشرانو د احتجاج په ډول د وژل شویو ماشومانو جسدونه د غزني ولایت د والي د فتر ته ور وړل خو د غزني والي ښاغلی متین د دې په ځای چې د یادو قومي مشرانو غوښتنې واوري له هغوي سره له مخامخ کیدو څخه په انکار سره یې له امریکایانو څخه په دفاع کې داسې وویل :
((دا وژل شوي ماشومان د تروریستانو زامن و او شخصا ما امریکایانو ته د هغوي د وژلو او په نښه کولو کوردینات ورکړي))
دا خبره تشه ادعاء نه بلکې د کابل نیوز ټلویزون له ډیالوګ (DIALOG ) پروګرام سره د غزني د ولایتي شورا غړي عبدالجامع ښکاره اعتراف دی چې په لاندې لینک یې اوریدلای شئ.
https://www.youtube.com/watch?v=ErM_8k-xAzg)
په خوست کې د یوې کورني د اوو تنو د وژل کیدو په غبرګون کې هم په سلګونه قومي مخور د والي دفتر ته ورغلل خو د خوست والي بیا د غزني د والي په نسبت څه له انساني شرافته کار اخیستی او د وژل شویو شهیدانو له خپلوانو سره یې خبرې کړې هغوی ته یې ویلې چې یاد عملیات امریکايي ځواکونو زمونږ له خبرولو پرته په خپل سر ترسره کړي ، مونږ یې د څیړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی ، د هغوی له پلټونو وروسته به یې پایلې له قومي مشرانو او د شهیدانو له کورنۍ سره شریکې کړو.
همدا راز په ورته وخت کې ګډو ځواکونو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د شینډي توت په کلي کې یوه دینې مدرسه او د هغې اړوند مسجد په بمونو نړولی او د هغې استاذان او زده کوونکي یې وهلي او ګواښلي دي.
دغه دری واړه بوږنوونکې پیښې فقط په دری ورځني زماني واټن کې د امریکایانو او د هغوي داخلي همکارانو لخوا په داسې ډول رامنځته شوي چې خپله د دولتي چارواکو په اعتراف هغه یو بشري جنایت بلل شوی، داسې جنایت چې د دې دریو واړو پیښو عاملین، د جنایت وخت او نوعیت هر چا ته څرګند دی.
خو دا چې ګډ حکومت له خپل تأسیس سره هم مهاله تر هر څه لومړی له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړی او د هغه په ترڅ کې یې امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د دغسي ډول جنایاتو تر سره کولو په مقابل کې قضايي خوندیتوب ورکړی نو اوس نه په اصطلاح د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ، نه نور د بشري حقونو مدافعین او نه بل هیڅوک د امریکایانو لخوا نه په غزني کې د معصومو ماشومانو وژنه بشري جنایت بولي او نه هم د خوست د هغې ویرجني کورنۍ د فریاد اوریدلو جرئت لري چې ۷ تنه ځوانان یې په خپل کور کې ورته په وینو ولمبول.
همدا د هغه امریکايي انصاف او عدالت مشت نمونه یې خروار یوه بیلګه ده چې په افغانستان کې یې د په اصطلاح ترهګرۍ خلاف جګړه کې پر افغانانو د پلي کولو اراده لري.
وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ (42) التحريم