عبدالله بن عباس رضی الله عنه ‏

1_A   دا ستر صحابي له هر پلوه دسترتوب  څښتن ؤ، هيڅ هم ورڅخه فوت نه شول،ده ته دنبي کريم ﷺ  دصحبت وياړ ورپه برخه شو، که یې د زوکړې تاريخ لږ ځنډيدلی وای، د رسول اللهﷺ  په صحبت به نه وای مشرف شوی،د قرابت سترتیا یې دا وه چي د نبي کريم ﷺ  د تره زوی ؤ.

دعلم ستر توب : نوموړی  د ورځي روژه تي او د شپې رڼوونکی لمونځ ګذار ؤ، سهار به یې له خدای ﷻ مغفرت غوښتی، دومره به یې ژړل چي د خدای ﷻ  له ویري به یې اوښکو پر باړخوګانو لاري جوړي کړې .

دا شخص عبدالله بن عباس رضی الله عنه د محمد صلی الله علیه وسلم د امت رباني  او دخدای ﷻ  د کتاب تر ټولو غوره عالم او د ده په تأويل ډیره فقه، د قرآن په باريکيو کي پر نفوذ ډیر وسي، د ده مرامونه او اسرار ډیر ښه ورته څرګند ؤ.

حضرت ابن عباس رضی الله عنه تر هجرت درې کاله وړاندي وزيږید،کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات کيدی نوموړی ايله د ديارلسو کالو ؤ،خوله دې سره یې درسول الله صلی الله عليه وسلم  يو زرشپږ سوه شپيته داسي آحاديث د مسلمانانو لپاره حفظ کړي وو چي هغه بخاري او مسلم دواړو ثابت بللي دي.

نوموړی چي کله د مور له نسه بیل شو، مور یې رسول الله ﷺ  ته ور ووړ، رسول الله ﷺ  په تالو پوري خپلي ناړې ور وموښلې، د نوموړي نس ته تر هر څه وړاندي د رسول الله ﷺ مبارکې ناړې ور داخلي شوې او له هغو سره حکمت او تقوی يو ځای ګډ وو « ومن يؤت الحکمة فقد اوتی خيرا کثيرا».

کله چي دې هاشمي هلک تعويذونه  د هلکتوب خلاص کړل او د تميز سن ته داخل شو، سمدستي له رسول الله ﷺ  سره داسي لازم شو لکه یوه سترګه چي دخپلي خور سره لازمه ده، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته به یې د اودس اوبه هغه وخت تیارولې چي کله به ده د اوداسه نيت وکړ او کله چي به هغه لمانځه ته ولاړ شو، دی به هم ورپسي ودرید، کله چي به هغه دسفر عزم وکړ، دی به له شا ورسره سپور ؤ، آن چي داسي ورسره ګرځيد،لکه سايه، هر ځای چي به هغه تلی، دی به ورسره مل ؤ، دی به هم د هغه په آسمان کي هغه وړګرځيدلکه څرنګه چي به نبي کريم صلی الله علیه وسلم ګرځيد.

نوموړي په همدې حالاتو کي د ډير ښه یادونکي زړه، صفا ذهن او داسي حافظې خاوند ؤ چي د همدې عصرې درو د ثبت آلې ورته عاجزه دي .

نوموړی د خپل ځان په اړه وايي : يو ځلي رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس کولو اراده وکړه، ډير ژرمي د اوداسه اوبه ورته تیاري کړې، نبي کريم ﷺ  زما په دې کار ډير خوښ شو، چي کله یې دلمانځه اراده وکړه ماته یې اشاره وکړه چي : زماپه وړاندي ودریږه  خو زه یې تر شا ودریدم کله چي لمونځ پای ته ورسید ماته یې وویل : ای عبدالله! زما په وړاندي له دریدلو څخه څه شئ ايسار کړې؟! ماورته وویل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم! ته زماپه سترګوکي تر دې ډير ستر او معزز یې چي زه دي په وړاندي ودریږم .

رسول الله صلی الله علیه وسلم لاسونه آسمان ته پورته کړل او ويې ویل: « ای خدایه ﷻ! ده ته حکمت ورکړې »،لوی خدای ﷻ  د رسول الله ﷺ  دوعا منظوره کړه، دې هاشمي هلک ته یې دومره حکمت ورکړ چي تر سترو حکيمانو هم ډير لوړ ؤ.

په دې کي هيڅ شک نشته چي تاسو دا غواړئ چي دعبدالله د علم او حکمت په اړه څه واورئ؛ نو ته دې ته غوږ شه په دې کي ستاسو د غوښتنې څه شته.

کله چي دحضرت علی رضی الله عنه ځيني ملګري ورڅخه ګوښه شول او دحضرت معاویه سره د ده د نزاع په اړه یې د ده حمايت ونه کړ، حضرت عبدالله بن عباس حضرت علي کرم الله وجهه ته وویل : ای امير المؤمنينه! ماته اجازه راکړه چي دې خلګوته ورشم او خبري ورسره وکړم.

حضرت علی رضی الله عنه : زه پر تاله دوی څخه ويريږم

عبدالله بن عباس رضی الله عنه :نه! که خدای ﷻ کول

وروسته نوموړي دوی ته ورغی، دوی تر ده په عبادت کي هيڅوک ډير کوښښ کوونکی نه ؤ لیدلی، هغوی ورته وویل : ای ابن عباسه! څه شي راوستلی یې؟!

عبدالله : راغلی یم چي له تاسو سره خبري وکړم

ځينو وویل : خبره مه ورسره کوئ

ځينو وویل: موږ یې درڅخه اورو

عبدالله رضی الله عنه : تاسو راته ووایاست درسول الله صلی الله علیه وسلم دتره پر زوی، د ده د لور پر خاوند او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي لومړي ايمان راوړونکي باندي څه نيوکې لرئ او څه عمل یې بد درته ښکاري؟!

دوی ورته وویل : موږ درې نیوکي ورباندي لرو

عبدالله رضی الله عنه وویل : هغه څه دي ؟!

دوی وویل : اول دوي دخدایﷻ  د دين په هکله خلګ حاکمان وټاکل.

دوهم : ده له حضرت عائشې رضی الله عنها او معاويه رضی الله عنه سره جګړه وکړه، نه یې غنائم اونه بندیان ورڅخه یووړل.

دریم : ده له خپل ځان څخه د امير المؤمنين لقب محوه کړ، سره له دې چي مسلمانانو له ده سره بیعت وکړ او دی یې امير وټاکی.

عبدالله رضی الله عنه : تاسو راته ووایاست که ماپه دې اړه دخدای ﷻ  کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه آحاديث درته واورول چي تاسو ورڅخه منکر نه یاست؛ نو بیا له هغه څخه مخ اړوئ چي اوس ورباندي ولاړیاست؟

دوی ورته وویل : هو!

عبدالله رضی الله عنه :ستاسو داخبره چی ده دخدای جل جلاله په دين کي حاکمان وټاکل، لوی خدای جل جلاله وايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنْتُمْ حُرُمٌ ۚ وَمَنْ قَتَلَهُ مِنْكُمْ مُتَعَمِّدًا فَجَزَاءٌ مِثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِنْكُمْ.(المائدة  ۹۵)

ترجمه : ای مؤمنانو! چي کله په احرام کي یاست؛ نو ښکار مه وژنئ او له تاسو څخه چي چا قصداً وواژه نو سزا یې هغه څه ته ورته څاروی دی چي وژلی یې دی،چي ستاسو دوه با انصافه به یې پريکړه کوي .

زه تاسو ته د خدای ﷻ په نامه سره لوړه درکوم، د خلګو د حاکمانو ټاکل د دوی  د وينو، ځانو ساتلو او ترخپل مينځ روغي جوړي په اړه به ډير مهم وي او که به په«سوی» کي ډير ضروري وي چي قيمت یې د درهم څلورمه برخه ده؟!

خلګ : نه ! بلکي د مسلمانانو د وينو په ساتلو او خپل مينځي سولي کي ضروري ده .

عبدالله رضی الله عنه : دا خبره پريږدئ؟

خلګ : هو ! که خدای جل جلاله راضي ؤ.

عبدالله رضی الله عنه : ستاسو دا خبره چي حضرت علی رضی الله عنه جګړه وکړه او داسي یې بندیانې نه ونيولې لکه حضرت محمد ﷺ  چي به نيولې، تاسو غواړئ چي حضرت عائشه رضی الله عنها په بند ونيسئ او داسي یې حلاله وبولئ لکه جنګي بندیاني ؟!  که مو د«هو»کلمه وویله کافران کيږئ .

اوکه دا وایاست چي هغه ستاسو مور نه ده هم کافران کيږئ ځکه خدای جل جلاله فرمايي :

النبی أولی بالمؤمنين من أنفسهم وأزوجه، أمتهم

نوځان ته هغه څه خوښ کړئ چي تاسوته غوره وي .

وروسته عبدالله رضی الله عنه وویل : دا خبره پريږدئ؟

خلګ : هو!  که د خدای رضا وه.

عبدالله رضی الله عنه : ستاسو داخبره چي حضرت علی رضی الله عنه له خپله ځانه د امير المؤمنين لقب محوه کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم چي کله له مشرکانوڅخه د حدیبيې د سولي په تړون کي وغوښتل چي داسي وليکئ: « دا هغه څه دي چي محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم پريکړه ورسره پرې کړې ده»

دوی وویل : که موږ  پر تا ایمان درلود ای چي ته رسول یې نوله بیت الله مونه بندولې اونه به مو جګړه درسره کوله بلکه داسي وليکه : « محمدبن عبدالله » رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی له غوښتني سره هم تر خپله خبره تير شو او ویې ويل : « والله زه دخدای جل جلاله يقناً رسول يم که څه هم تاسو د درواغو نسبت راته کوئ «داخبره پريږدئ؟.

خلګ : هو! که د خدای جل جلاله خوښه وه.

دهمدې ليدني کتني پايله او دعبدالله رضی الله عنه د هغه حکمت چي په همدې لیدنه کي یې ښکاره کړ، ګټه دا شوه چي له هغو خلګو څخه شل زره خلګ بیرته د حضرت علی رضی الله عنه صفونو ته راستانه شول او څلورو زرو نفرو له ده سره دعنادله مخي اوله حق څخه د اعراض له کبله د ده پر مخالفت اصرار وکړ.

حضرت عبدالله رضی الله عنه دعلم په لټه پسي پر هره لاره ولاړ اوپه حاصلولو کي یې هر ډول کوښښ وکړ، تر څو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوندی ؤ، ده یې د علم له روان سمندر څخه تل ځان اوبه کاوه خوکله چي هغه د رب جوارته انتقال وکړ، نوموړي دصحابه ؤ هغو پاته علماوو ته توجه وکړه چي علم ورسره ؤ، له هغوی سره یې ملاقاتونه کول او علم یې ورڅخه حاصلاوه.

نوموړی دځان په اړه وايي : کله چی به زه خبر شوم درسول الله صلی الله عليه وسلم يو حديث له فلاني څخه روايت کيږي، زه به یې د کور دروازې ته په ټکنده غرمه کي ورغلم د دروازې وړاندي به مي خپل څادر تر سر لاندي کړ، بادبه هغه خاوري راباندي واړولې چي   راباندي اړولې به یې، که ماغوښتي وای چي د ورتلو اجازه وغواړم ماته یې اجازه راکوله، ماداکار د دې په منظور کاوه چي د ده زړه خوشحاله کړم کله چی به هغه سړی راووتی اوزه به یې پردې حال وليدم وبه یې ویل : ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زویه!  د څه په منظور راغلی یې؟ ولي دي څوک نه رالیږی زه به درته راغلی وای؟

زه په دې حقدار وم چي تاته راشم ځکه علم ته به خلګ ورځی علم بل چاته نه ورځي وروسته به مي دحديث پوښتنه ځني وکړه.

ابن عباس رضی الله رضی الله لکه څرنګه چی یې دعلم په طلب کي کوښښ کاوه همداراز یې دعلماوو قدرهم زیات کاوه، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحي کاتب په فقه، قرائت، فرائضو کي دټولي مدینې د خلګو سرکرده  زید بن ثابت رضی الله عنه چي به کله پر دابه د سپريدلونيت وکړ داهاشمي ځوان عبدالله بن عباس رضی الله عنه به یې په وړاندی داسي ولاړؤ لکه غلام چی دبادار په وړاندي دریږي، ده ته به یې رکاب او دسوارلۍ مهار نیولی ؤ.

زیدرضی الله عنه به ورته وویل: ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زویه! لیري شه دا پريږده!

ابن عباس رضی الله به وویل : موږ ته همداسي امر شوی دی چی موږ باید له خپلوعلماوو سره همداسي چلند وکړو.

زيدرضی الله عنه ورته وویل : ماته دي لاس راښکاره کړه.

ابن عباس رضی الله عنه لاس ورته ښکاره کړ هغه ورته راټيټ شو او ښکل یې کړ ويې ویل: موږ ته بیاداسي امر شوی دی چي دخپل نبي له اهل بیتوسره داسي سلوک وکړو.

حضرت ابن عباس رضی الله عنه دعلم په طلب کی دومره کوښښ وکړ چي داسي مرتبې ته ورسید چي ستر علماء یې حيران کړل .

مسروق بن اجدع چي د تابعينوله لویانوڅخه یو تن دی د ده په اړه داسي وايي : ماچي به کله حضرت ابن عباس رضی الله عنه وليد ویل به مي : تر ټولوخلګوښايسته دی؛چي خبري به یې وکړې وبه می ویل : تر ټولوخلګو فصيح دی،چی حديث به یې بیانول وبه مي ویل : تر ټولو خلګوعالم دی .

ابن عباس رضی الله عنه چي څومره علم په نظر کي نیولی ؤ کله چی به یې هغه پوره حاصل کړله هغه وروسته له طالب العلمي ومعلمي ته متوجه شو خلګوته به یې زده کړه ورکوله، د ده کور د مسلمانانو لپاره یوه جامعه وګرځيده

هو! په هغه ټوله معنایې کور جامعه وګرځيده چي دهمدې نوي عصر خلګ د جامعې نوم پرې ږدي .

دحضرت ابن عباس رضی الله دجامعې او زموږ د جامعو ټول فرق دا وي چي دنني عصر په جامعوکي لسګونو اساتذه راغونډوي او کله ناکله خوپه سلګونو وي … خو د حضرت ابن عباس رضی الله عنه جامعه د یوه استاذ پر اوږه ولاړه وه هغه ابن عباس رضی الله عنه ؤ، د ده یو ملګری کیسه کوي او وايي: ماد ابن عباس رضی الله عنه يو مجلس لیدلی که ټول قریش فخر ورباندي وکړي په ارزي، او د ټولو لپاره وياړ هم دی .

خلګ مي ولیدل په هغولارو کي راغونډ شوي وو چي د ده دکور په لوري غزیدلې آن چي له لارویانوڅخه تنګي وې  او دخلګو پرمخ یې بندي کړي وې،زه ورغلم د ده د دروازې په وړاندي مي دخلګو له ګڼي ګوڼي خبر کړ، ده راته وویل : ماته د اوداسه اوبه کښيږده، اودس یې تازه کړ کیناست او ویې ویل : ور ووځه  او ورته ووایه: څوک چي غواړي له قرآن او دهغه له حروفو پوښتني وکړي هغه دي راشي.

زه ورغلم ورته ومي ویل، خلګ را داخل شول کور او حجره یې ډکه کړه،دوی چي به هر سوال کاوه ده به یې ځواب ورکاوه، بلکه د ده دسوال په اندازه یا ترهغه به یې یو څه زیات وروښودل، وروسته به یې ورته وویل : خپلو وروڼو ته لاره خالي کړئ، هغوی به ووتل .

بیا یې ماته وویل : ورشه ورته ووایه : څوک چي غواړي د قران تفسیر اوتاویل څخه پوښتنه وکړي هغه دي راشي، زه ورغلم ورته ومي ويل، هغوی راغلل چی کور او حجره يي دواړه ډک کړل، هغوی داسي سوال نه دی کړی چي ده به ځواب ورکړی نه وي، بلکه د دوی دسوال په اندازه ياتر هغه يې هم زیات څه وروښودل بیا یې ورته وویل : خپلووروڼوته لاره خوشي کړئ، هغوی ووتل .

بیا یې ماته وویل : ورشه ورته ووایه : که څوک غواړي چي دحلال، حرام او فقهي په اړه پوښتنه وکړي هغه دي راشي، زه ورغلم دوی ته مي وویل، هغوی راغلل کور او حجره یې دواړه ډک کړل، هغوی چي به هر سوال کاوه ده به ځواب ورکاوه او دغومره زیات څه یې هم وروښودل وروسته یې ورته وویل:  خپلو وروڼوته لاره خالي کړئ، هغوی ووتل .

بیایې ماته وویل : ورشه ورته ووایه : که څوک غواړي چي له فرائضواو یاهغوته ورته نوري پوښتني لري رادي شي، زه ورغلم ورته ومي ویل ، هغوی راغلل کور او حجره يي ډکه کړه هغوی چي هر سوال وکړ ده يې ځواب ورکړ او دغومره زیات څه نور يي هم وروښودل، بیایې ورته وویل : خپلو وروڼوته لاره خوشي کړئ، هغوی ووتل .

بیایې راته وویل : ورشه ورته ووایه : که څوک غواړي چي له غزلې، شعر او دعربوله غريبو خبرو پوښتنه کوي هغوی دي راشي، هغوی راغلل کور اوحجره یې ډکه کړه ، هغوی چي له هر شي وپوښتل ده یې ځواب ورکړ، او دومره یې  لانور زیات څه هم ورته بیان کړل .

دکیسې روایت کوونکی وایی : که ټول قريش په دې وویاړي دا د دوی لپاره وياړ دی .

حضرت ابن عباس رضی الله عنه له دې وروسته وپتېيله چي عملونه پرڅوورځو وويشي تر څو د ده د دروازې په وړاندي داکشمکش جوړ نه وي .

په اونۍ کي به یوه ورځ کيناست له تفسير پرته به یې بل څه نه درسول ، يوه ورځ یې له فقهي پرته بل څه نه ویل .

يوه ورځ یې له مغازي پرته بل څه نه ذکر کول .

يوه ورځ یې یوازي اشعارو ته ځانګړې کړې وه .

يوه ورځ یې دعربوتاريخ ته یقيني کړې وه.

هر عالم چي به ورته کيناست ده به ډيره تواضع ورسره کوله، هيڅوک هم داسي نه دی پيداشوی چي له ده دي سوال وکړي او علم دي یې ورڅخه موندلی نه وي .

ابن عباس رضی الله عنه له خپل کشرتوب سره دعلم او فقهي په کمال سره د راشده خلافت مشیر ؤ.

هر کله چي به حضرت عمر رضی الله عنه ته یو کار ورپيښ شو یابه له یو کړکيچ سره مخامخ شو دصحابه ؤ لوړ پوړي اشخاص به یې را دعوتول او دهغوی په لړ کي به یې حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه هم راغوښت چي کله به نوموړي حاضر شو نو اختصاصي ځای به یې ورته تعين کړ، خپل ځان ته به یې نژدې کړ او ورته وبه یې ویل : موږ ته یوکار ګران شو، ته د همدې او دې ته ورته کارو دحل لپاره یې.

يوه ورځ حضرت عمر رضی الله عنه له دې کبله ملامت کړل شو چی نوموړي ته دومره د اوليت حق ورکوي اوله مشرانو سره یې برابر وي، سره له دې  چي دی اوس لاتاند ځوان دی .

حضرت عمر رضی الله عنه ویل : دا د مشرانو ځوان دی، ډيره جراره ژبه لري او زړه یې ډير ځیرک دی .

سره له دې چي عبدالله ابن عباس رضی الله عنه خواصوته توجه درلوده ، دوی ته یې تعليم ورکاوه، فقه یې ورښوده، خوپرده دعوامو حق یې هم له پامه نه ؤغورځولی، دهغوی لپاره به یې د وعظ او تذکیر مجلسونه جوړول .

د ده له ځينو مواعظو څخه يو هم دادی چي ده یوه ورځ ګناهکارانو ته ويناکوله ،ویې ویل : ای دګناه څښتنه! دخپلي ګناه له انجام څخه غافله مه اوسه په دې پوه شه چي د ګناه اتباع  تر نفسِ ګناه ډير ستر جرم دی.

ستا نه  حيا له هغو ملائکو چي ستا پر ښي او کيڼ اړخ دي ستا دګناه کولوپر مهال دا تر نفسِ ګناه کمه نه ده، چي ته دګناه کولو پر مهال خاندې سره له دې چې نه پوهيږې چي خدای جل جلاله به څه درسره کوي دا ترګناه هم عظيم دی.

ته چي پر ګناه کولو وسي شې او خوشحاله شې دا تر ګناه ډيره ستره خبره ده، په هغه کښي چي ستا ویر دي د لوڅيدلو د خطر احساس ترې کوې په داسي وخت کي چي ته په ګناه کولواخته یې سره له دې چي زړه دي له دې امله مضطرب نه وي چي خدای ﷻ   ورته ګوري او ويني دي دا تر ګناه هم ډیر عظيم دی .

ای دګناه څښتنه! ته پوهيږې چي د ایوب عليه السلام ګناه څه وه چي لوی خدای جل جلاله د تن په خوږ او ګار او د مال په تباهي اخته کړ؟

هغه دا وو چي يو خوار مرسته ورڅخه وغوښتله تر څوله ده څخه ظلم دفع کړي خوده یې مرسته ونه کړه .

حضرت ابن عباس رضی الله عنه له هغو اشخاصو څخه نه ؤ چي څه وايي هغه نه کوي، خلګ ايساروي او خپل ځان نه ايساروي بلکه نوموړي د ورځي روژه نيونکی او دشپې لمونځ کوونکی ؤ.

عبدالله بن مليکه له ده څخه اخبار کوي او وايي : زه له ابن عباس رضی الله عنه سره له مکې تر مدینې پوري ملګری شوم چي کله به موپه يو پړاو  کي واړول،په داسي حال کي به دشپې په یوه برخه کي پرلمانځه ولاړ ؤ چي خلګ به له ډيري ستړیاڅخه ویده وو، يوه شپه مي وليد چی دا آيت یې تلاوت کاوه :

وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ۖ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ (50:19)

نوموړي دا تکراراوه، په زوره یې تر هغو ورسره ژړل چي سپيدې راوختلې.

له دې ټولووروسته موږ ته داکفايت کوي چی ته پوهيږې عبدالله بن عباس رضی الله عنه په ځوانۍ کي تر هر چاښه ځوان او ښايسته ؤ او ډير ځلاند مخ یې ؤ، خو دشپې له لوري به یې د خدای جل جلاله له ویري دومره ژړل چي ډيرو سيلابي اوښکو یې پر ښکلو او پستو باړخوګانو دومره ژور تاثير کړی ؤ چی ځينو کسانو به د ده باړخوګان د پڼوله باډو سره تشبيه کول .

حضرت ابن عباس رضی الله عنه دعلم له مجده انتهاء ته رسیدلی ؤ هغه داسي چی کله د مسلمانانوخليفه معاویه بن ابي سفيان یوکال دحج په نیت ووتی، حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه هم دحج په نيت وتلی ؤ، خو د ده امارت او شوکت نه ؤ له حضرت معاویه سره دخپلي واکمنۍ خلګ ملګري وو، خو د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه شوکت تر دې خليفه ډير لوړ ځکه ؤ چي د ده ملګري طالبان وو.

حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه يوکال ژوندوکړ په هغه کي یې دنیاله علم، مهم، حکمت او تقوی ډکه کړه، کله چي مرګ ورته راغلی لمونځ محمدبن حنیفه« دحضرت علي صاحب د دوهمي میرمني زوی» ورکړ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاته صحابه او کبار تابعينو هم د ده دجنازې په مراسموکي ګډون درلود.

کله چی یې  نوموړی خاورو ته وسپاری هغوی له يوه ويونکي داسي واوریدل :

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ (89:27) ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً (89:28)

 

 له صور من حياة الصحابه نومي کتاب څخه

مولوي ميرزامحمد شکيب



یوه تبصره

  1. دومر خوږ لیک شوی دی او د عبدالله ین عباس رضی الله تعالی عنه په هکله په لنډو ټکو درانه او خواږه مالومات

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.