نړۍ

د بروسلز په یهودي موزیم کې درې کسان ووژل شول

نن ټکی آسیا: د بلجیم هېواد چارواکي وايي، چې یوه وسله وال کس د پلازمېني بروسلز په یهودي موزیم کې لږ تر لږه درې کسان په ډزو ووژل.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ډیډر رینډرز په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د شنبې په ورځ د بروسلز په یهودي موزیم کې دغې رامنځته شوې خونړۍ پېښې سخت خواشینی کړی او په وینا یې د جسدونو په لیدلو لړزېدلی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر هم پېښه تایید کړه او ویې ویل چې په دې پېښه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی.

د پېښي عیني شاهدانو وویل،  یو کس چې بستۍ یې په غاړه وه، لومړی د موزیم ودانۍ ته ننووت او بیا یې شاوخوا ډزې پیل کړې.

د دوی په وینا برید کوونکی له پېښي سمدستې وروسته په تېښته بریالی شوی.

له پېښي وروسته سېمي امبولانسونه او پولیس رسېدلي او سېمه یې په خپله ولکه کې اخیستې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x