
مسیر ورځپاڼه: هوايي بریدونو د مخالفینو لیکې پیاوړې کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه مسیر د خپلې تازه ګڼې په مطلب کې ليکي، چې د امریکایانو او افغان ځواکونو هوايي بریدونو به د مخالفینو اړیکي پیاوړې کړې.
ورځپاڼه د شنونکو په حواله لیکي چې په دې بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې او دا چاره امکان لري چې د مخالفینو لیکو تقویه کړې.
ورځپاڼه د یوسف امین ځاځي له خولې وايي، چې په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو د کچې لوړتیا د اندېښنې وړ دي، چې باید پام ورته وشي.
سرچينه د یو بل شنونکي حلیم شملزي په حواله وايي چې د دولت او امریکا د مخالفینو د تقویې ډېر لاملونه له داخله برابرېږي.
«د شملزي په خبره د وسله والو د پیاوړتیا ډېری لاملونه له داخله برابرېږي، بې عدالتي کېږي، پر ملکي وګړو ظلم کېږي، هوایي بریدونه کېږي او د حکومت پر وړاندې د ولس کرکه د وسله والو د لیکو د پياوړتیا سبب کېږي.»
په ورته وخت کې امریکايي چاراکو پر هوايي بمبار ټینګار کړی او په تازه څرګندونو کې يې طالبانو ته ګواښ کړی چې د «بمونو د باران» په تمه دې اوسي.
د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي جېمز هاکر په بدخشان او هلمند کې د بې دوه پنځوس الوتکو بریدونه ستایلي او د دې د دوام ټینګار يې کړی دی.
یاده دې وي د ګډ حکومت په دویمه ورځ له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون پر اساس امریکايي ځواکونه یوازې د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې مسوولیت پر غاړه لري؛ خو د ټرمپ له نوې ستراتېژۍ سره په جګړه کې د امریکايانو مستقیمه مداخله ډېره شوې ده.
د یو باروتو په کارولو او وحشت دغه وحشی ترمپ او داسی نور وحشیان او د کابل غلامان یی د الله ج سره جنګ نه شی کولی د الله ج سره جنګ کول د غرو سره د کوم لیونی دغری وهل دی . الله ج یی هغه مشر دجال ته خاندی چه دا څومره لوده ، ناتوانه او بی عقل دی ، ترمپ خو یی په پیشو ګانو او ګیدړانو کی هم نه راځی . هغه مسلمان افغانان چه د کابل د غلامانو او بادارانو به واحشیانه بمباریو او داسی نورو عملیاتو کی په شهادت رسیږی د هغوی مرګ په… نور لوستل »