
څېړنه: امریکا کې هر کال تر زرو ډېر کسان ځان وژنه کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په امریکا کې د یو علمي بنسټ تازه څېړنه وايي، چې په تېرو اتلسو کلونو کې هر کال شاوخوا ۱۰۴۰ تنو ځانونه وژلي دي.
د امریکا د کلمبیا پوهنتون د روغتيايي مرکز څېړونکو په یوه طبي ژورنال کې ويلي چې له تېرو دریو – څلورو کلونو راهیسې د ځانوژنې سلنه نوره هم لوړه شوې ده.
د سرچېنې په وینا، امريکا کې ډېری ځوانان وروسته له هغه ځان وژنې ته لېواله شول چې ځینو مشهورو فلمي لوبغاړو هم خپل ځانونه ووژل.
د دې څېړنې پر اساس له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې شاوخوا ۱۸۶۹۰ تنو ځانونه وژلي دي.
په دې طبي ژورنال کې پر دې خواشيني ښوودل شوې، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د ځانوژنې پېښې ۳۲ سلنه لوړې شوې دي.
دوی وايي وروسته له هغه د ځانوژونکو په اړه پلټنې او څېړنې باندې لاس پکار شول، چې مشهور ټوکمار او هنرمند رابین ویلیمز هم خپل ځان را ځړاوه.
یاده دې وي امریکايي ټولنه کې بشپړه فردي خپلواکې په داسې حال کې حاکمه ده، چې له معنوي ډاډه بشپړه بې برخه ده.
د زرو ځانوژنو دا عدد به اوس ځکه کم شوی چه افغانتسان کی د امریکا یی عسکرو بخوانی شمری کم شوی که نه ، تر دوه برخی زیات هغه عسکر چه د عسکری خدمت د پوره کیدو وخت وروسته چه به امریکا او اروپا ته ستنیدل ځان وژنی او د نورو فامیلی غړو وژنی به یی ترسره کولی تر دی چه تر ډیره به عسکری روغتونو کی تر دیره د معالجی او څارنی لاندی د بندیانو په شان ساتل کیدل که پوهیدل به چه دوی نه ښه کیږی د پیچکاریو په واسطه به یی محوه کړل ا و دیر کم… نور لوستل »