افغانستان

تېر ميلادي کال کې شپږ سوه زره تنه افغانان بې ځایه شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغان چارواکي وايي، په تېر میلادي کال کې د جګړو له امله شپږ سوه زره تنه افغانان بې ځایه شوي دي.

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، دا خلک د جګړو او نا امنۍ له امله د خپلو ځایونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دې وزارت مرستیال حفیظ احمد میاخېل وايي، په هغو سیمو کې چې جګړه شوې، له امله یادې کورنۍ کډوالۍ ته اړی شوې دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مهاجرینو د څانګې په راپور کې راغلي چې په تېر میلادي کال کې له دوی سره درې لکه او دېرش زره کورنۍ د بې ځایه شويو په توګه ثبت شوې دي.

د دې راپور له مخې په تېر کال کې شاوخوا ۵۷ زره افغانان له پاکستانه هم بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې جدی مرستو ته اړتیا لري.

یاده دې وي د تېر میلادي کال په ورستیو میاشتو کې د امریکا له لوري د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره سم په یوه میاشت کې د هوایي بریدونو شمېره سلګونو ته ورسېده.

د شنونکو په باور دې بریدونو کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي، چې پر کډوالۍ سربېره يې د مخالفینو لیکې هم پیاوړې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x