افغانستان

فارن پالیسي: حامد کرزی امریکا د افغان ولس پر وېشلو تورنوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنۍ فارن پاليسي لیکي، چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي امریکا په افغانستان کې د ولس پر وېشلو تورنه کړې ده.

د سرچینې په وینا حامد کرزی وايي، چې امریکا په افغانستان کې قومونه سره بېلوي او خپلو موخو ته ځان رسوي.

د دې امریکايي رسنۍ په قول که څه هم حامد کرزی سیاسي واک نه لري، خو د هغه پراخې اړیکې د دې علت شوې چې امریکا يې اوس هم له پامه نه شي غورځولی.

سرچينه زیاتوي حامد کرزی په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ اړوند جلا نظر لري او داعش د امریکا وسیله بولي.

د فارن پالیسي په قول کرزي ته امریکا و داعش یو ډول ښکاري او دا یې باور دی.

کرزي وخت پر وخت د امریکا پر تګلاره او د امریکايي ځواکونو پر بمباریو خپل غرګون ښکاره کړی دی.

څو ورځې وړندې ځينو سرچينو خبر ورکړ، چې امریکایانو له حامد کرزي نه غوښتي چې د دوی د «قیادي شورا» مشري پر غاړه واخلي.

د مسیر ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس د دې شورا دنده به دا وي چې ګډ حکومت ته به پنځه کاله نور هم د دوام مشروعیت ورکوي او ټاکنې به نه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا معنی چه قیدی شوری به د جان کیری ځآی ناستی وی مګر دا یی ورسره نه ده ویلی چه دغه قیدی شوری به د همدغه شتو ع او غ غلامانو د حکومت بله دوره بیله ټاکنو مشروع کوی او که بل ع او غ او لا کوم ک او ګ به هم ورسره ګډوی ، امریکا هڅه لری داسی حکومتی تشکل رانوی کړی چه په نړی کی ساری او مثال نه لری او د دغه ډول حکومتو د مثبتو او میفی نتایچو برسی او اررونه وکړی چه په راتلونکو نورو مستعمرو کی تری کار د خپلو استعماری ګټو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x