افغانستان

اسانج: امریکا د افغانستان ټولې تیلفوني خبرې اورېدلي

نن ټکی آسیا: جولیان اسانج، د ویکي لیکس د افشاکوونکې خبري وېب پاڼې مدیر ویلي، چې هغه هېواد افغانستان دی، چې واشنګټن پوسټ او اینټرسپټ یې په دې وروستیو کې په اړه خبرونه خپاره کړي وو، چې امریکا د دې هېواد ټولې تیلیفوني خبرې اورېدلي دي.

ښاغلي اسانج ویلي دي، چې واشنګټن پوسټ او اینټرسپټ د امریکا د حکومت په غوښتنه د افغانستان نوم نه و افشا کړی.

اسانج دا کار «سانسور» ګڼلی او زیاته کړې يې ده، چې د یوه ملت د برخلیک ټاکلو حق یې تر پوښتنې لاندې راوړی.

د سي آی اې د پخواني مامور، ادوارد سنودن له افشا کولو وروسته د دې شبکې د جاسوسیو ډېر خبرونه رسنیو کې خپاره شوي دي.

جولیان اسانج لیکلي، چې د تیلفوني مکالمو اورېدل په افغانستان کې د بې پيلوټه څرخکو کار دی.

د ویکي لیکس مدیر د تیلفوني مکالمو د اورېدو د قرباني په توګه د افغانستان نوم افشا کول د ابوغریب زندان د شکنجو د تصویرونو له خپرولو سره پرتله کړي دی او وېره یې څرګنده کړې چې شاید په افغانستان کې د مقاومت د پراخېدو لامل شي.

افغان حکومت تر دې دمه په دې اړه غبرګونه نه دی ښوولی.

سیف الرحمن خپلواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x