ورزش

له درې پرلپسې بریاو وروسته د هند توپ اچونکي سخت وټکېدل/ ويډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل) د هند او سویلي افریقا ترمنځ په څلورمه یو ورځینۍ لوبه کې د سویلي افریقا توپوهونکو د هند توپ اچونکو ته د «پېنک» ورځ «توره» وګرځوله او د ۵ ویکټو په توپير یې ماتې ورکړه.

د هند لوبډلې توپ اچونکي په لومړي ۳ یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلېدلي وو او سویلي افریقا ته یې پرلپسې درې ماتې ورکړې وې، خو په څلورمه لوبه کې د سویلي افریقا توپوهونکو د هند سوکه توپ اچونکي سخت وټکول او ستر هدف یې ترلاسه کړ.

لوبه کې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، روهیټ شرما خپله ویکټه په لومړي کې له لاسه ورکړه خو شیکر دهاون او ویرات کوهلي د ۱۵۸ منډو غوره ملګرتیا ترسره کړه، کوهلي ۷۵ منډې جوړې کړې او وسوځېد خو شیکر دهاون پخپله ۱۰۰مه لوبه کې سلیزه ووهله او ۱۰۹ منډې یې جوړې کړې، همدا ډول یې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۹ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې  د سویلي افریقا لوبډلې ښه پېل وکړ، خو وروسته د ناوړه هوا او باران له امله لوبه وځنډېده چې په پای کې د لوبڅارانو لخوا سویلي افریقا ته په ۲۸ اورونو کې د ۲۰۲ منډو هدف ورکړل شو، چې له ټاکلي هدف نه هم پورته و، خو د ډیویلیئرز، ډیویډ میلر، کالسن او فیلوکوایو په چټکه توپوهنه ټاکلی هدف ۱۵ توپه وړاندې پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د هند په سوکه توپ اچونکو کې کولدیو یادو ۶ اورونه ترسره کړل چې ۵۱ منډې یې ورکړې، همدا ډول یوزویندرا چیهل په ۵.۳ اورونو کې ۶۸ منډې یې ورکړې.

https://youtu.be/4AX6IOXmnhA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x