
د صرافانو کاري اعتصاب پای ته ورسيد
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): افغان صرافانو له افغانستان بانک سره د لانجې پر سر کړی اعتصاب پای ته ورساوه.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د صرافانو سراسري شورا وروسته له هغه د اعتصاب خبر ورکړ، چې په وینا يې افغانستان بانک يې قانوني غوښتنې نه مني.
د دوی په خبره وروسته له هغه چې افغانستان بانک ورته د غوښتنلو د منلو کلکه ژمنه ورکړه، خپل کاري اعتصاب يې ختم کړ.
دوی د نويو صرافانو لپاره هغه مقرره ناسمه ګڼلې وه، چې له مخې يې باید تر ۵۰۰ زره ډېرو افغانیو معاملې له مرکزي بانک سره شریکې کړې او چاته د قرض ورکولو صلاحیت هم باید ونه لري.
صرافانو دا اقدام ناسم ګڼلی و، چې له امله يې څلور ورځې کاري اعتصاب وکړ او نن يې پای ته ورساوه.