پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو کې به کوم افغان لوبغاړي ولوبیږي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو چې په ۲۲ فروري په عربي اماراتو کې پېل کېدونکی دی یو شمېر بهرني لوبغاړي لري.

دا د پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو دی چې د «ملتان سلطانز» لوبډلې په زیاتېدو شپږ لوبډلې لري او په کې به ټولټال ۳۴ لوبې ترسره شي چې له دې څخه به یې درې لوبې په پاکستان کې ترسره کیږي.

د پاکستان سوپر لیګ شپږ لوبډلې په لاندې ډول دي:

پیشاور زلمي: لوبډلمشر (ډیرن سیمي). لاهور قلندرز: لوبډلمشر (برینډن میکولم). کراچي کینګز: لوبډلمشر (عماد وسیم). کویټه ګلډئیټرز، لوبډلمشر: (سرفراز احمد). ملتان سلطانز، لوبډلمشر: (شعیب ملک).

اوس د درېیم لیګ پړاو لپاره پوښتنه کیږي چې ایا په دې لیګ کې به افغان لوبغاړي شامل وي که نه، که وي نو کوم لوبغاړي؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خراب وضعیت او د افغان لوبډلې بوختیا له امله ځینو افغان لوبغاړو په دغه لیګ کې د لوبېدو څخه انکار کړی و، ښکاره بیلګه یې محمد نبي دی چې په تېرو دوو پړاونو کې د کويټې ګلډئیټر لوبډلې لپاره ولوبېد خو په درېیم پړاو کې دده د انکار له امله نه دی اخیستل شوی.

خو له بلې خوا د کویټې لوبډلې اعلان کړی و چې نامتو ورو افغان توپ اچونکی راشد خان ددوی لخوا اخیستل شوی او په راروان پړاو کې به ولوبیږي.

په تېره نیزدې کې په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمیر کاروونکو لخوا داسې اوازې خپریدې چې ګواکې راشد خان د پي ایس ایل درېیم پړاو کې د لوبېدو څخه انکار وکړ خو په دې اړه خپله راشد خان څه نه دي ویلي او نه هم دده لوبډلې دده د نه راتګ په هکله کوم خبر ورکړی، بلکې د کویټې لوبډلې لخوا په تازه خپره شوې ۱۵ کسیزه لوبډله کې د راشد خان نوم ورکړل شوې دی، او همدارنګه د پي ایس ایل په رسمي ویب پاڼه کې هم د نوموړي نوم شتون لري.

راشد خان اوسمهال د زمبابوې په وړاندې په یو ورځینۍ لړۍ کې بوخت دی او شونې ده چې ددغه لړۍ څخه وروسته راشد خان په دغه لیګ کې شرکت وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ به د فروري په ۲۲مه نېټه د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې پېل شي او پایلوبه به یې د پاکستان مشهور ښار کراچۍ کې په ۲۵ مارچ ترسره شي، چې له دې وړاندې به دوه لوبې (نیمه پایلوبې) په لاهور کې ترسره شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ غواړي په دغې لاره پاکستان کې لوبو ته لار پرانیزي، او ددې لپاره هر هغه بهرنی لوبغاړی چې د پي ایس ایل نیمه پایلوبو او پایلوبه کې شرکت کوي په یوه لوبه به لس زره ډالر ورکول شي، همدا لامل دی چې ډیرو بهرني لوبغاړو په نیمه پایلوبه او پایلوبه کې د شرکت خوښي څرګنده کړې ده.