ورزش

د ۳۳۴ منډو هدف په ځواب کې افغان لوبډله له ستونزو سره مخ شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې لوبډلې ترمنځ په دوهمه یو ورځینۍ لوبه کې زمبابوې افغانستان ته د ۳۳۴ منډو ستر هدف ټاکلی چې په ځواب کې افغان لوبډله له پېله د ستونزو سره مخ شوه.

د زمبابوې لخوا ټیلر په زړه پورې سلیزه ووهله او همدا ډول سکندر رضا ۹۲ چټکې منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا چټک توپ اچونکي سخت وټکېدل، دولت ځدراڼ په ۹ اورونو کې ۹۶ او ګلبدین نائب په ۸ اورونو کې ۸۵ منډې ورکړې، چې له بل خوا سوکه توپ اچونکي ښه وځلیدل. راشد خان د ۳۶ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستې، همدا ډول محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم ښه توپ اچونه وکړه.

افغانستان دا مهال په ۷ اورونو کې د ۳۰ منډو په بدل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.

لومړی ویکټه احسان الله جنت و چې ۲ منډې یې جوړې کړې او د چتارا په توپ کیچ اوټ شو، ورپسې محمد شهزاد په غلط وخت کې د شاټ وهلو کوښښ وکړ چې د ویټوري په توپ کیچ اوټ شو.

په داسې وخت کې چې لوبډله له فشار سره مخ وي لوبډلمشر ته ځانګړی مسؤولیت ورپه غاړه شي چې په ویکټ ساتلو لوبډله له فشار څخه وباسي، خو اصغر ستانکزی چې یو ځل بیا مسؤولیت ورپه غاړه شو یوه منډه جوړه کړه، ویکټ یې له لاسه ورکړه، او لوبډله یې نوره هم له فشار سره مخ کړه، چې په ورپسې ناصر جمال هم وسوځېد.

اوسمهال د افغانستان په ۷ اورونو کې ۳۰ منډې دي او څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي، رحمت شاه او نجیب ځدراڼ لوبه کوي، چې دواړو په تېره لوبه کې ښه ځلېدلي و او د ۱۵۸ منډو ملګرتیا یې وکړه. رحمت شاه سلیزه وهلې وه او نجیب ځدراڼ ۸۱ منډې جوړې کړې، چې اوس له دواړو تمه کیږي چې لوبډله له فشار څخه راوباسي او یو ځل بیا د ګټې ملګرتیا وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x