نړۍ

روسيه : د الوتکي را لوېدو له امله ۷۱ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په روسيه کې هغه الوتکه چې له الوتني کابو لس دقيقې وروسته له رادار څخه وتلې او را ایله شوې له امله يې ۷۱ تنه وژل شوي.

د پيښي قربانیان ټول مسافر دي.

الوتکه د ساراتف هوايي شرکت بلل شوې او غوښتل يې مسافر د قزاقستان له پولې سره نژدې اورسک ښار ته ورسوي خو د روسيې له پلازميني سره نژدې په ۸۰ کيلومترۍ کې را لوېدلې.

د پيښي لامل لا هم نه دی په ډاګه شوی ، ځايي رسنيو تائيد کړې چې چارواکو د الوتکي پاته شوني موندلي او ښکاري چې هيڅ کس په کې ژوندی نه دی پاتي.

غورځېدلې الوتکه اووه کاله وړاندي جوړه شوې وه او تېرکال ساراتف هوايي شرکت له بل شرکت نه رانيولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x