نظــر

یو شهید بل شهید(!)

شهید اصلاً دیني جرړه لري، او په دیني نصوصو کې هغه چاته کارول کېږي، چې داسلامي ارزښتونو نه په دفاع کې ووژل شي. هغه بیا ژوندی دی او داسې ژوندی چې زموږ په څېر ژوندي يې نه شي درک کولای.خودلته لکه له ډېرو نورو کلیمو سره، له دې کلیمې سره هم پوره زیاتی شوی دی، کله چې نجیب په دار شو، نو دوخت رژیم هغه مړ وباله او وژونکي يې غازیان شول، خو کله چې پاڼه واوښته نجیب هم په شهیدانو کې وبلل شو او او وژونکي يې قاتلان!!!

له هغه راوروسته د احمدشا مسعود وژنې ګنګوسې خپرې کړي او خپلو ټولو لارویان يې ورته (شهید کبیر) ووايه؛ اوس هم داسې ګردجن حالات دي، هرڅوک خپل لوری شهید بولي، خو زه وایم چې دغه یولوری چې اصلاً دیني احکام ورته ټوکه ښکاري په شهید پسې ولې دومره کلک نښتي، دوی لکه، له ملا، ممبر، جومات، محراب، جهاد، مجاهد نه چې کرکجن دي، له شهید دې هم کرکه وکړي او خپلو مړو ته دې بل نوم پیداکړي.
مګر دوی پر دې پوهېږي، چې که موږ هرڅومره له دينه لرې شوي یو، خو افغان ولس لا هم ديني ازرښتونو ته ژمن دی. ځکه خو غواړي دوی خپل هغه مړي چې له امریکایانو په دفاع کې وژل شوي، ولس ته شهیدان وروښيي چې ګواکې په دوي  کې د مسلماني څرک شته.
تېر کال سرې میاشتې یوه خبرپاڼه خپره کړه،چې پکې ويلي یې و، چې دطالبانو مړي نه خرابېږي. دا خبره نو د کرزي د شهیدانو(!) وارثینو ته سم د ټوپک ډز وه، او که يې وسه وای اوس به نو ټوله سره میاشت په تور لېست کې وه.
په روانه سپېڅلې مبارزه کې مجاهدینو بې له شکه داسې کرامات وښودل، چې که په زړه کې یوه ذره د ایمان څرک ولري، غوني به يې ځېږه شي: د میدان ودرګو په جلګه کې د یو محصل طالب له شهادت وروسته، دهغه له قبره چینه راووته، چې په هغه ټوله دښته کې تراوسه چا اوبه په سترګو نه وې لیدلې، د غزني د ګېرو په پنه کلي کې تيرکال د داخلي او بهرني دښمن په ګډو عملیاتو کې د بدر د ډلګۍ دوه تنه شهیدان شول، دیو تن شهیدجسد په هماغه اوربلو حالاتو کې چا پیدا نه کړ، درېیمه ورځ بیا ورپسې مجاهدین راغلل، شاوخوا ډېر تاوشول، بالاخره يې د دوو تېږو په منځ کې یولاس پورته نيولی ولید، مجاهدینو ورمنډه کړه، چې ګوري هماغه شهید دی، اولاس يې بېرته په سینه پرېووت، وينې ترې روانې وي او تازه و.
د پکتیکا دسروبي په برات سیمه کې په یوه ځای اووه تنه مجاهدین شهیدان شول، درې او څلور يې د ډاټسن په باډیو کې راواچول او خپلو سیمو ته يې وړل، د دې کلي خلکو ویل چې نه موږ یو وار شهیدان ګورو، شهیدان هم ډېر و، خلک هم ډېر که يې هرچاته بېل بېل ورښکاره کولای وخت ډېر تېرېده، نو مجاهدینو ډاټسنې په کنده کې ودرولې او خلک ټول په غونډیو ورته ودرېدل چې کله يې څادرونه ترې لرې کړل، دشهیدانوجسدونه ټول نیم راپورته شول، بېرته پرېوتل، د تکبير غږونو ټول برات لړزاوه.
د دغسې پېښو ليدو باوجود به هغه چاته څنګه څوک شهید ووايي چې ددغسې سپېڅلې مبارزې ضد واقع شوي وي؟؟؟
دا مهمه نه ده، چې هر شهید دې یوه نښه راوښيي، په مخ کې مو رڼه ديني نصوص پراته دي، ويې ګورئ، چې له یرغلګر سره ګرځېدونکی، له هغه دفاع کوونکی، دهغه په مړي ژړېدونکی،هغه په مسلمانې پېغلې د تېري په حال کې او دی دبام په سر پیره کوونکی، چې ومري شهید به وي؟؟؟
دا یو روڼ حقیقت دی، چې په دوه زره یو میلادي کال کې یو سوچ کافر نظام په یوه سوچه مسلمان هېواد یرغل وکړ، د هرچا په اتفاق دا دکفر او اسلام جګړه وه او ده، نو په هغه لومړیو وختو کې چې یو مسلمان دکافر په وړاندې مبارزه کوله، دغه درېیمه ډله چې تاسې يې سرتېري بولئ، له کومه پکې راپیداشوه، او ولې دکافر په طرف شوه؟؟؟
پر دې بایدباور ولرو چې تاریخ په دربارکې هم لیکل شوی او په ولس کې هم ليکل کېږي.هیڅ تاریخدان به د کفر مدافع ته یاهم له انسانیته وتي اربکي ته شهید ونه وايي، تاسې يې وایاست!

ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x