ورزش

کرېکټ: زمبابوې له افغانستان څخه سر په سر بدل واخیست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دوهمه یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان ته په ۱۵۴ منډو ماتې ورکړه.

زمبابوې افغانستان ته د ۳۳۴ منډو هدف ټاکلی و، چې په ځواب کې افغان لوبډله په ۱۷۹ منډو وسوځېدله.

همدغه ډول تېره لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه کړې وه چې زمبابوې ته یې ۳۳۴ منډې هدف ټاکلی و، په ځواب کې زمبابوې لوبډله په ۱۷۹ منډو سوځېدلې وه، په دې لوبه کې رحمت شاه سلیزه وهلې وه او نجیب ځدراڼ ۸۱ منډې کړې وې، چې په ننۍ «دوهمه» لوبه کې برینډن ټیلر سلیزه ووهله او سکندر رضا ۹۲ منډې جوړې کړې.

ننۍ لوبه کې د افغانستان توپوهونکي، په ځانګړي ډول لوبډلمشر اصغر ستانکزی یو ځل بیا ښه ونه ځلید او یوازې یوه منډه یې جوړه کړه.

د افغانستان اخري لوبغاړو (دولت ځدراڼ، مجیب ځدراڼ) چټکې منډې جوړې کړې، او دولت ځدراڼ د ۶ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې محمد نبي د افغانستان لومړی لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x