
واشنګټن اسراييلو سره د ۶۰۰ مليونه امريکايي ډالرو دفاعي مرستو اعلان وکړ
اسراييلي “هارټس ” ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، امريکايي کانګريس، چې ډېری غړی يې جمهوري پلوه او د اسراييلو ملاتړي دي، اسراييلو سره يې د شپږ سوه مليونه امريکايي ډالرو مرسته تصويب کړه.
دغه مرستې به د اسراييلو په دفاعي او پوځي چارو په کار اچول کيږي.
د کانګريس غړيو د رايو په اکثريت د امريکا له ولسمشر باراک اوباما څخه ورغوښتل، چې هر درې مياشتې وروسته دې امريکايي کانګريس ته اسراييلو سره د امريکا د مرستو په اړه معلومات ورکړي.
د کانګريس غړو و ويل، چې د امريکا بهرنی سياست دې د اسراييلو د امنيت او خوندي ساتلو لپاره خپله پاليسي نوره هم ګړندۍ کړي.
راپور کاږي، چې دغه مرستې د عربو او مسلمانو لخوا د اسرايلو پرخلاف د بريدونو او تاوتريخوالي په مقابل او د اسراييلو د لا خونديتوب په موخه شوي دي.
د کانګريس لخوا منل شوي قرارداد کې راغلي، چې امريکا بايد د ايران د اتومي وسلو د جوړولو مخنيوی وکړي، ځکه چې د ايران اتومي وسلې د سيمې او په ځانګړې توګه د اسراييلو د امنيت لپاره ستر ګواښ دی.
په منل شوي قرارداد کې راغلي، چې د امريکا بهرنۍ تګلاره بايد د اسراييلو د خونديتوب لپاره خپله پاليسي نوره هم پياوړې کړي.