افغانستان

پر کانټينينټل بريد: د کام ایر هوايي شرکت لسګونه بهرنيو کارکوونکو دندي پرې ايښي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل):په کابل کې پر انټرکانټينينټل هوټل له برید وروسته چې په کې د کام ایر هوايي شرکت ۹ تنه بهرني کارکوونکي ووژل شول اوس يې لسګونه بهرني کار کوونکي له دندو لاس په سر شوي.

د کام ایر هوايي شرکت عمومي مشر عثمان صمدي له رسنيو سره د خبرو په مهال ويلي چې د بريد له امله ميليونونه ډالر زیان ور اوښتی ، دی وايي اوس مهال بهرنيو هيوادونو او د افغانستان لويو ښارونو ته الوتني بیرته عادي حالت ته را ګرځېدلي خو وړو ښارونو ته په الوتونو کې ډېر کموالی راغلی.

د صمدي په وينا د کام ایر هوايي شرکت ۳۵ تنه بهرني کار کوونکي چې د اوکراين ، ونزوېلا او يونان اوسېدونکي دي له دندو لاس په سر شوي.

صمدي د بهرنيو کارکوونکو له لوري د کار پرېښودل ځکه اندېښمن بولي چې په افغانستان کې د ورته کدرونو پيدا کول ستونځمن کار دی.

کام ایر هوايي شرکت چې وړاندي يې هره ورځ څلوېښت الوتني داخل او خارج ته کولې له بريد وروسته يې دا شمېره لسو ته را ټيټه شوې.

له کام ایر هوايي شرکت نه هغه الوتکي هم بیرته اخیستل شوي چې وړاندي يې په کرایه اخیستي وې.

پر کانټينينټل هوټل د بريد له امله د کام ایر هوايي شرکت ۹ تنه بهرني کارکوونکي چې ۷ يې د اوکراين او ۲ د وينزويلا وو ووژل شول.

د یاد بريد مسؤليت چې له امله يې ګڼو بهرنيانو ته مرګ ژوبله واوښتل طالبانو ومانه.

بريد کابو ۲۱ ورځي وړاندي ماخستن د شپې مهال په ۸ بجو او ۴۵ دقیقو پيل شو او د سبا ورځي تر غرمې پوري يې دوام وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x