افغانستان

فارياب: د امنیتي ځواکونو او اربکیانو تر منځ جګړه کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فارياب ولایت ځايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو او اربکیانو تر منځ نښته کې اتو تنو ته مرګ ژوبه اوښتې ده.

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي پېښه د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګرزیوان کلي کې شوې ده.

د هغه په خبره د پېښې علت شخصي دښمنۍ وې، چې پکې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

يورش وايي په سیمه کې د بلې ممکنه جګړې د مخنیوي په خاطر يې تازه دمي عسکر هلته لېږلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ورته پېښې کېږي، تر دې وړاندې هم د اربکیانو د خپل منځۍ جګړې ګڼ خبرونه ورکړل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مخدره توکو ازاد استعمال هم هغه عامل بلل کېږي چې له امله يې پر یو بل د ټوپکو شپېلۍ ور اړولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x