افغانستان

له دوو میاشتو وروسته د ارګ او جمعیت ناستو کومه پایله ور نه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): طلوع نیوز د جمعیت اسلامي د ځینو غړو په حواله وايي چې له ارګ سره يې خبرې له دوو میاشتو هڅو وروسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

سرچينې نږدې میاشت وړاندې هم د جمعیت او ارګ تر منځ د خبرو څلور کړۍ پرلپسې ناکامې بللې وې.

په ورته وخت کې عطامحمد نور په تازه څرګندونو کې حکومت ته ګواښ کړی چې که د دوی د ګوند خبرې ونه منل شي نو په پنځلسو ولایتونو کې به لاریونونه پیل کړي.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي و، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو پخپلو لاریونونو به حکومت حیران کړي.

په ورته وخت کې د اجراییه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، دوی هیله لري ولسمشر په سوله ییز ډول دا ستونزه حل کړي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار احمدالله علیزی وايي حکومت نه غواړي چې دا ستونزه حل کړي، یوازې په بلخ کې نه؛ بلکې کندهار کې هم ورته ستونزه شته.

د ارګ او بلخ په ناندریو کې جمعیت اسلامي ارګ ته دوولس ماده ییزې غوښتنې سپارلې وې، چې څه موده وړاندې يې د ځينو مادو د منلو خبرونه هم ورکړل شول.

د ارګ له لوري معرفي شوي والي انجینر محمد داود تېره اوونۍ ګواښ وکړ چې که يې په لس ورځې برخلیک څرګند نه شي نو بېرته به د لندن مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x