افغانستان

مسیر: عطامحمد نور د خپلې شتمنۍ لپاره مبارزه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼه په تازه ګڼه کې د بلخ او ارګ د ناندریو په تړاو د عطامحمد نور په اړه تبصره کړې ده.

ورځپاڼه د عطامحمد نور په تړاو د « د بلخ امپراتور؛ ولس د خپلې شتمنۍ د ساتلو لپاره تېر باسي » تر سرلیک لاندې د هغه له لوري د بلخ پر چوکۍ ټینګار د هغه د خپلې شتمنۍ د ساتلو لپاره بولي.

سرچينه زیاتوي، چې هغه له کلونو راهیسې دولت ته مالیه نه ده ورکړې اوس هم غواړي خپله شتمني وساتي.

د ورځپاڼې په باور د بلخ او ارګ تر منځ دوه میاشتې ناندرۍ نه د ولس لپاره دي او نه هم د کوم قوم لپاره پر مخ وړل کېږي.

«عطا محمد نور دا ټول کارونه نه د جمعیت ګوند لپاره کوي، نه یې د بلخ د امنیت لپاره کوي او نه هم د کوم قوم له غمه مړ دی. د هغه پانګه او شتمني له خطر سره مخ ده، یوازې د همدغه خطر د لرې کولو لپاره د خلکو غوږونه خوري.»

مسیر د عطامحمد نور له لوري ولسمشر ته د قران کریم د یو سورت د تلاوت ورکړی چلینج هم تر سوال لاندې راوړي او وايي چې هغه پخپله د اسلام له غمه نه دی مړ؛ خو غواړي د خلکو له احساساتو ګټه واخلي.

عطامحمد نور څو ورځې وړاندې په زغرده وویل چې د حکومت مشران مسلمانان نه دي او د ولسمشر غني خو نه د جنازې لمونځ زده دی او نه هم د قرآن یو کوچنی سورت « فیل» تلاوت کولی شي.

هغه خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل که هغه «الم ترکیف» تلاوت کړ، ټولې لانجې شاته غورځوي او چوکۍ پرېږدي، خو ويې نه ویل چې ډاکټر غني باید د قران له مخې تلاوت وکړي که يې باید په یاد ولولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

هههههههه
دا د عطا پیپسی خبرې ډیرې خندونکې وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x