
د مرسي لور وايي، چې پلار يې د پوځ د انعاماتو په بدل کې استعفا نه منله
د مصر د لرې کړل شوي، جمهور ریس لور وايي ، چې پلار يې تر لرې کېدو ړاندې د استعفا لپاره د پوځیانو مالي او سیاسي وړاندیزونه ونه منل. د (العالم) د راپور له مخې، د محمد مرسي لور وویل: د مصر د فاع پخواني وزیر عبدالفتاح سیسی مې پلار ته وړاندیز وکړ، چې استعفا وکړه او له خپلې کورنۍ سره د خپلې خوښې هېواد ته له پرېمانه پیسو سره لاړشه،خو پلار مې ونه منله.
د محمد مرسي لور شیما مرسي پخپله فیسبوک پاڼه کې لیکي: تاسې (دپوځ مشرانو) مې پلار ته وړاندیزونه کول، چې د خپلې خوښې هېواد ته دې له ډېرو پیسو سره پناه یوسي او خپل استعفا لیک دې وليکي، مګر مې پلار مې ونه منله.
هغې دغه خبرې د عبدالفتاح سیسي له څرګندونو وروسته خپرې کړې دي. سیسي چې اوس د مصر ولسمشریزو ټاکنوته نوماند دی،له دریم، الحیات او النهار سپوږمیزو شبکو سره يې په مرکه کې ويلي وو: د قاهرې په ختیځ کې د نصر په سیمه کې زه او د پوځ ځينې مشران د ۲۰۱۳ کال دجون په شپږویشتمه مرسي ته ورغلو، موږ د مصر د سیاسي بحران دحل په منظور دهغه خبرو ته په تمه وو. مګر هغه یواځې خپلو طرفدارانو ته غږېده.
سیسي د کنفرانسونو په سالن کې د حاضرو پوځي مشرانو د تامین اړوند وویل: د کنفرانسونو په سالن کې د مشرانو د امنیت د تامین لپاره موږ حاضر و او هیڅ اندېښنه نه وه، مرسي او اخوان المسلمین خلکوته هیڅ تاوان نه شوای رسولا، څوک د مشرانو امنیت ته ګواښ پېښولای شي؟ مرسی خو دتیارې له غږه هم ډارېږي.
یاده دې وي، چې د مصر پوځیانو د یوې کودتا په پایله کې د ۲۰۱۳ د جولا په درېیمه منتخب ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ، هغه اوس هم په زندان کې دی، چې څو وار محاکمې ته هم حاضر شوی دی.