افغانستان

ټولپوښتنه: د هرات ۶۱ سلنه خلک په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په یوې تازه ټولپوښتنه کې ویل شوي، چې د هرات له نیمايي ډېر خلک په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي او د نه ګډون یې بېلابېل لاملونه ښوولي دي.

د اریانا نیوز له لوري په هرات کې د راتلونکو ټاکنو لپاره له خلکو نظرونه پوښتل شوي، چې ډېرو خلکو ورته ویلي، نه غواړي راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او د چا په ملاتړ رایه ورکړي.

د هرات د خلکو له لوري په ټاکنو کې د نه ګډون لاملونه ناامني، د حکومت او سیاسي ډلو له لوري په ټاکنو کې لاسوهنه، د ټاکنو په پر کمېسیون د خلکو بې باوري او د بهرنیانو له لوري په ټاکنو کې د برخلیک ټاکلو په موخه لاسوهنه یاد شوي دي.

۶۱ سلنه خلکو ویلي، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د دواړو نوماندانو له لوري لانجې او د ټاکنو د پایلو نه منل، ۴۶ سلنه خلکو په ټاکنو کې د نه ګډون لامل په ټاکنو کې د بهرنیانو لاسوهنه، ۵۹ سلنه خلکو ناامني، ۳۳ سلنه خلکو د ځايي قومندانانو له لوري یو ځانګړي کس په ګټه رایه ورکول یاد کړي دي.

همدارنګه ۶۵ سلنه خلکو په ټاکنو بې باوري، ۶۹ سلنه خلکو په ټاکنو کې د روڼتیا نشتوالی، ۳۶ سلنه خلکو پر ټاکنو د سیاسي ډلو اغېز او ۳۸ سلنه خلک نور په هېواد کې ټاکنې نه غواړي.

اریانا نیوز دغه ټولپوښتنه د زرګونو خلکو سره د مرکو په لړ کې د پنځلسو ورځو په موده کې کړې، چې د هرات ښار سربېره یې د ولسوالیو د خلکو نظرونه په کې هم راخیستي دي.

د هرات د ځايي خلکو له لوري په راتلونکو ټاکنو کې د نه ګډون خبره داسې مهال شوې، چې تېره اوونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ویلي وو، چې کېدای شي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډول شي.

د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو، ولسمشرۍ او ولایتي شورا په راتلونکو ټاکنو د بې باورۍ ټولپوښتنه داسې مهال شوې، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري لاسوهنه وکړه او د امریکا په سفارت کې یې د ملي یووالي حکومت بنسټ کېښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x