افغانستان

کرنې وزارت: هر کال د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د جنغوزیو حاصلات راټولېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، هر کال د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د جنغوزیو حاصلات راټولېږي؛ خو ډېره برخه یې په پاکستان کې بسته بندي کېږي او د هماغه هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د کرنې وزارت د ویاند اکبر رستمي په خبره، په ټول هېواد کې ۴۳ زره هکتاره ځمکه باندې د جنغوزیو ونې کرل شوي، چې ۳۳ زره ټنه حاصل ترې ترلاسه کېږي؛ خو د پاکستان له لارې چین ته صادرېږي او ډېره ګټه یې هم پاکستان ته رسېږي.

رستمي وايي، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جنغوزیو د پروسس مرکزونه جوړ کړي او د افغانستان په نامه یې نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د افغانستان جنغوزي اوس مهال چین، مالیزیا، تایوان، هندوستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي او د نورو تازه او وچو مېوو ترڅنګ ښه بازار لري.

د سویل ختيځو، ختیځو او په شمال ختیځو ولایتونو کې د جنغوزیو پرېمانه ځنګلونه دي؛ خو د حکومت له لوري ورته د نه پاملرنې له امله ډېری غرونه وهل شوي دي.

دوې اوونۍ وړاندې د غالیو اوبدونکو د ټولنې مشر هم ویلي وو، چې د افغانستان ډېرې غالۍ په پاکستان کې پروسس کېږي او د پاکستان په نامه اروپا، امریکا او ځینو اسیايي هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان په صادراتو کې وچې او تازه مېوې، غالۍ، پوستکي او کانونه دي؛ خو ډېر یې په پاکستان کې پروسس کېږي او د پاکستان په نامه نورو هېوادونو ته صادرېږي، چې د افغان سوداګرو په پرتله ډېره ګټه پکې پاکستاني سوداګر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x