افغانستان

رجب: د سالنګونو لار له ټيلرو پرته د هر ډول ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سالنګونو د لويې لارې مسئولين وايي، دغه لاره تېره شپه د درنې واورې د ورښت له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه خو نن سهار لس نيمې بجې يواځې د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال محمد رجب وايي، تېره شپه په سالنګونو کې د واورې ورښت زيات شوی چې له کبله يې دواړو غاړو ته د هر ډول ترافيکو تګ راتګ بند شوی و، خو په وينا يې نن لس نيمې بجې واوره کمه شوې او له ټيلر موټرو پرته هر ډول مسافر وړونکي موټر کولی شي چې تګ راتګ وکړي.

د هغه په خبره، په جنوبي سالنګ کې ۱۶۷ سانتي او په شمالي سالنګ کې ۱۴۵ سانتي متره واوره شوې ده.

رجب زياتوي، له تېرې شپې تر اوسه پورې پنځلس ځلې واورې ښوېيدلي، لارې مو خلاصې کړي، تر دې دمه چاته مالي او يا ځاني زيان نه دی اوښتی.

نوموړی زياتوي، کوښښ کوي چې د شپې له خوا دغه لاره د ترافيکو پر مخ وتړي او دغه چاره به تر دې ورځو پورې دوام ولري.

د هغه په وينا له تېرې جمعې راهيسې په سالنګونو کې واوره پيل شوې، چې وخت ناوخت زياتېږي او د مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ هم ورباندې ستونزمن کېږي.

څه موده مخکې، د سالنګونو مسئولينو د ټيلري موټرو لپاره اعلان کړی و چې پر دغه لاره دې تګ راتګ بند کړي.

هر کال په سالنګونو کې د زياتې واورې د ورښت له کبله دغه لاره تړل کېږي، چې کله ناکله د واورې ښوېيدنې له کبله مسافرو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x