
د حلميار یو غزل
توبه له می او میخانې څه مانا ؟
او په لاسو کي پيمانې څه مانا ؟
اوښکې چي ستا په فراق تويې نکړم
بيا نو د زړونو خزانې څه مانا ؟
چي زړه دي نه دي بيا وعدې څه مانا ؟
دا دروغجنــــې بهانې څــــــــه مانا ؟
چي هر څه کيږي زموږ له خپله لاسه
بيا نو ګيله له زمانــــې څــــه مانا ؟
فکر دې بند دغلامۍ په زنځــــير
د ازادۍ دا ترانې څــــــــه مانا ؟
له زړه مې ستا يادونه واېستلــــو
ستا دلاس پاته نښانې څـــه مانا؟
ورته په سترګو کې انځور وښيـه!
که حلميار ول اينې څـــــــه مانا ؟