
حکمتیار ایران ته ولې دومره سور و شین کیږي؟
لیکنه: رحمت الله نړيوال
تېره ورځ به مو د ښاغلي حکمتيار نوې مرکه اورېدلی وي؛ مرکه کې خبریال له حکمتیار نه د پاکستان په تړاو پوښتنه کوي چې أیا هلته د طالبانو پټن ځایونه شته که نه؟ حکمتیار پر ځای ددې چې د پاکستان په هکله وږغیږي، لومړی ایران غندي او وایي چې په دې وروستیو کې چې ایران څومره مرسته له مخالفینو سره کړې او کوي یې، فکر نه کوم چې بل څوک دې دومره ورسره همغږي وي.
بیا خبریال له ښاغلي نه د داعش په تړاو پوښتنه کوي، چې د داعش تر شا د چا لاس دی؟
حکمتیار په ځواب کې وایي: چې داعش د ایران پروژه ده، ایران یې تمویلوي (دا پر دې سربېره چې نړۍ پر دې متفقه ده چې داعش د امریکې پروژه ده، عراق او افغانستان کې یې په وار وار اسلحه ورکړې، مالي مرستې یې ورسره کړې، او په دې وروستیو کې داسي خبرونه هم تر لاسه شوي چې امريکایې الوتکو کې د داعش غړي د افغانستان شمال ته انتقال شوي) خو ښاغلی وایي چې دا بلکل دروغ ده چې داعش د امریکا پروژه ده او زیاتوي چې داعش ته عراق و سوریه کې هم ایران وده ورکړې، دلته افغانستان کې هم دوی وده ورکوي.
په اردو کې یو متل دی وایي (دال میں کچھ کالا ہے) یعنې یو څه کار در کې شته، د حکمتیار صیب دا وروستۍ خبرې هم له څه نه دي خالي، که ستاسو فکر وي؛ حکمتیار صیب له وړاندي د ایران دومره مخالفت نه کاوی، حکمتیار چې کله د ترکیې او سعودي ته سفر وکړ، له هغه سفره وروسته ښاغلي حکمتیار خوست کې په نومړۍ وينا کې ایران وغندی او تور یې پوري کړی چې ایران افغانستان کې د مخالفینو مرسته کوي.
آخر ولې د حکمتیار صیب دریځ کې دومره ژر او دومره ژور بدلون راغلی؟
ښکاره خبره ده چې حکمتیار صیب ته اوس له نورو خواوو ور ټپه شوه ؛ بلې خوا ته یې لاس رسی نه کیږي، دی اوس غواړي چې په دې خبرو له سعودي نه کرېډیټ تر لاسه کړي، او دا هم څرګند حقیقت دی چې د ایران و سعودي جنګ یمن، سوریه کې روان دی، اوس سعودي غواړي چې دا جنګ زموږ تر ټاټوبي هم را اوږد کړي، حکمتیار اوس لګیا دی چې ـ خدای مه کړه ـ دې جګړې ته لاره هواره کړي، تر څو دی سعودي او بیا د هغوی بادار امریکا ته ځان خوښ او نظرونه یې ځان ته را جلب کړي.
حکمتیار کابل ته د سولې په پلمه راغلی دی، ده لره په کار وه چې په سوله کې یې رول لوبولی وی، دا کړېدلی او ځورول شوی ولس یې له دې کړاوونو و ناورينونو را ايستلی وی، خو نوموړی کوښښ کوي چې د جګړې لوبغاړي نور زیات کړي، جګړې ته نور ابعاد را منځ ته کړي، چې جګړه سړه نه بلکې توده شي.
و إلی الله المشتکی
سلام علیکم. ښاغلی حکمتیار باید پدې پوه وی چه: په قرآن کی نهه څلوېښت ځله د تعقل او د هغه د مشتقاتو ذکر شویدی.دا ددې معنی لری چه عقل او تعقل یو ډېر ستر نعمت دی، اصلاً عقل د ایمان مکّمل یا تکمیل کېدونکی دی. عقل حتی تر علم هم ستر مقام لری.عقلی ایمان تر موروثی ایمان ډېر فضیلت لری، همدا علت دی چه د یو غیر مسلمان تشرف په اسلام، د یو نابالغ او معصوم مسلمان په صفت موصوف کېدای شی. سماوی کتابونه او انبیاء خصوصاً قرآن، د پېغمبرانو معجزات د بشر مخته نه ایږدی بلکه مستقیماً انسان ته… نور لوستل »
د ګلبدین په اړه ډیر څه لیکل شوی او ډیر به لا ولیکل شی بسنه کوی ، د ځان په اړه به هم ګلبدین خبله کله څه ولیکی ، د هغه دماغی توازن د سیاف ، ربانی او نورو په شان د امریکا ډالرو بی ثباته کړی. دار المجانین ته باید یووړل شی . زه دومره لیکم چه ګلبدین د سیاف ، ربانی او نورو په شان له هماغه ورځ غلام شوی جه د امریکایانو سره یی د نورو په شان جلا جلا د سوړجنګ دغلامی تړون لاسلیک کړو . له هغه وروسته جهاد نه وو د روسانو او امریکایانو… نور لوستل »
( غ ) حضرت صاحب د حکمتیار په اړه دی خبری سمی مګر د ځينو توضیحاتو په اړه دی معلومات سره توافق نه لرم : تاسی لیکلی چه قران کی د عقل او تعقل په اړه دیره یادونه شوی ( سمه ) مګر دا خبره مو چه عقل د ایمان تکمیلیدونکی دی ( ناسمه راته ښکاری ) . د انسانانو په نورو سترو ځانګړتیاوو سربیره متفکر ماغزه ( د ژوند د ښه والی ) او مهربانه زړونه ( ډاکتران یی نن صبا شپږم حس هم بولی ) یا د منفی او مثبتو احساساتو مرکزی دی نفرت ، محبت ، عشق… نور لوستل »
پنځم : هو د دی خبرو سره مو موافق یم ، چه د الله ج په خدایی باور کولو د پاره د انبیاوو معجزی بی اثره نه دی مګر د الله ج د خدایی د عظمت زیاته برخه د الله ج په مخلوق کی تعقل او فکر کولو په واسطه تر لاسه کیږی مونږ مخکی هم لیکلی چه د ایمان د زیږولو د پاره مربوطه مسایلو کی تعقل او علم لرل یا ترلاسه کول ګټه لری مګر تکمیلول د عشق د دفتر دنده ده یعنی له دانش ( علم ) څخه عشق ( اندیشی ) ته اوړی . شپږم :… نور لوستل »