افغانستان

غزني: واوره کې د موټر ښووېدو له امله اتلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د غزني چارواکي وايي، په دغې ولايت کې د زياتې واورې د ورښت له امله د دوو ولسواليو لارې تړل شوي او په واوره کې د يوه موټر ښوېيدو اتلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، پېښه نن سهار د مقر ولسوالۍ په للم سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، په پېښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی پنځلس تنه ټپيان دي زياتوي چې په ټپيانو کې د څلور کسانو حالت ښه نه و د تداوۍ په موخه د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په عين حال کې د غزني د ولايتي شورا مشره لطيفه اکبري وايي، د زياتې واورې د ورښت له کبله د ناهور او مالستان ولسواليو مواصلاتي لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

په غزني کې له تېرو دوو ورځو راهيسې واوره ورېدل پيل شوې او په ځينو سيمو کې آن تر پنځوس سانتي متره پورې واوره شوې ده.

اوس مهال د کابل په ګډون په ځينو شمالي ولايتونو کې هم د واورې ورېدل پيل شوي او د واورې د سخت ورښت له کبله د سالنګونو لويه لاره د ټيلري موټرو لپاره تړل شوې ده.

تر اوسه له نورو ولايتونو څخه د واورې ښوېيدو او یخنۍ له کبله د مرګ ژوبلې راوپورونه نه دي ورکول شوي.

خو تېرو کلونو کې د سالنګ په ګډون په ځينو شمالي ولايتونو کې د زياتې واورې ورښت او ښوييدنې له کبله د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکول شوي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x