ورزش

کرکټ: د اصغر ستانکزي وروستۍ لس لوبې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی د زمبابوۍ سره د ۲ شل اوریزو او ۵ یو ورځېنیو لوبو سیریز له پیل څخه په ټولنیزو رسنیو کې تر توندو نېوکو لاندې دی.

هغه نه یواځې په لوبو کې د ناسمو پریکړو له وجې بلکې په وروستیو لوبو کې پرلپسې ناکامیو او د کمو منډو جوړولو له امله د ټولنیزو رسنیو د فعالانو تر نظر لاندې دی.

نن ټکی اسیا د اصغر ستانکزي د لوبو په اړه د هغه وروستۍ لس شل اوریزو او لس یو ورځېنۍ لوبو په اړه څېړنه کړې ده. د نن ټکی اسیا موندنې ښيي چې اصغر ستانکزي د ۱۹ مارچ ۲۰۱۷ څخه تر ۱۱ فروري ۲۰۱۸ز کال پورې ۱۰ یو ورځېنۍ سیالۍ ترسره کړي دي او په ټولو کې یې توپوهنه کړې ده.

هغه په تېرو لسو لوبو کې ۱۲۶ منډې جوړې کړي او ۲۴۱ توپونه یې وهلي دي. د هغه سټرایک ریټ )یعنی په یوه بال د منډو جوړولو فیصدي( ۵۲ دی، تقریبا پر هر دوه توپونو یې یوه منډه جوړه کړې ده. اصغر ستانکزي دغه منډې د آیرلینډ، ویسټ انډيز او زمبابوۍ سره د سیالیو په ترڅ کې جوړې کړي دي.

د هغه وروستیو لسو سیالیو منډې په لاندې ډول دي:

افغانستان – آیرلینډ ۱۹مارچ ۲۰۱۷ : ۱۶ منډې ۲۱ توپونه
افغانستان – آیرلینډ ۲۲مارچ ۲۰۱۷ : ۳۵ منډې ۵۵ توپونه
افغانستان – آیرلینډ ۲۴مارچ ۲۰۱۷: ۳۹ منډې ۵۰ توپونه
افغانستان – ویسټ انډیز ۰۹ جون ۲۰۱۷: ۲ منډې ۱۱ توپونه
افغانستان – ویسټ انډیز ۱۱ جون ۲۰۱۷: ۱۱ منډې ۱۹ توپونه
افغانستان – آیرلینډ ۰۵ دسمبر ۲۰۱۷: ۲ منډې ۲۲ توپونه
افغانستان – آیرلینډ: ۰۷ دسمبر ۲۰۱۷: ۱۲ منډې ۲۳ توپونه
افغانستان – آیرلینډ: ۱۰ دسمبر ۲۰۱۷: ۵ منډې ۲۴ توپونه
افغانستان – زمبابوۍ : ۰۹ فروري ۲۰۱۸: ۳ منډې ۱۰ توپونه
افغانستان زمبابوۍ : ۱۱ فروري ۲۰۱۸: ۱ منډه ۶ توپونه

په ټوله کې اصغر ستانکزي ۱۲۶ منډې جوړې کړي او ۲۴۱ توپونه یې وهلي دي. د هغه د منډو اوسط ۱۲.۶ دی چې د ټاپ آرډر توپوهونکو لپاره خورا کم دی.

اصغر ستانکزی سره له دې چې ټاپ آرډر یعنی کله چې یوه ویکټ وسوځيږي توپوهنې ته راوځي یا دوه ویکټې وغورځي نو توپوهنې ته راوځي، تر دې دمه ۱۵۶۳منډې جوړې کړي او ۱۰۱ يې تر ټولو زیاتې منډې دي. محمدنبي چې مډل آرډر لوبغاړی دی او د ۴ یا ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته توپوهنې ته راځي او ډیر کله کم توپونه وهي تر اصغر ۵۰۰ زیاتې منډې جوړې کړي دي. محمد نبي تر اصغر ستانکزي یواځې اته لوبې زیاتې کړي دي خو چې توپوهنې ته راوتې دی نو هغه کې یې له اصغر ستانکزي یواځې یوه لوبه زیاته کړې ده. یعنی محمدنبي ۷۹ ځل توپوهنې ته میدان ته راوتی دی او اصغر ۷۸ ځل توپوهنې ته راوتی دی. د اصغر ستانکزي سټرایک ریټ ۶۱.۵۵ دی او د محمد نبي بیا ۸۷.۵۸ دی.

په شل اوریزو لوبو کې هم اصغر ستانکزي کومه د پاموړ لوبه نه ده کړې. هغه په وروستیو لسو شل اوریزو لوبو کې ۱۵۶ منډې جوړې کړي او ۱۳۹ توپونه یې وهلي دي، سټرایک ریټ يې ۱۱۲ دی یعنی په یوه بال یې تقریبا یوه منډې جوړه کړې ده.

اصغر ستانکزي وروستۍ شل اوریزې لوبې په لاندې ډول دي:

افغانستان – عربي امارات: ۳۰ منډې ۲۴ توپونه
افغانستان – عمان : ۲۵* منډې ۱۸ توپونه
افغانستان – آیرلینډ: ۲۰* منډې ۱۳ توپونه
افغانستان – آیرلینډ : ۴ منډې ۷ توپونه
افغانستان – آیرلینډ: ۱۲ منډې ۵ توپونه
افغانستان – ویسټ انډیز: ۵ منډې ۸ توپونه
افغانستان – ویسټ انډیز: ۹ منډې ۱۲ توپونه
افغانستان – ویسټ انډیز: ۱۳ منډې ۲۳ توپونه
افغانستان – زمبابوی: ۱۱ منډې ۱۵ توپونه
افغانستان – زمبابوی: ۲۷ منډې ۱۴ توپونه

که د اصغر لوبه د نړیوالو لوبغاړو پر ځای د ملي لوبډلې د لوبغاړو رحمت شاه، محمدنبي، محمدشهزاد یا بل تجربه کار لوبغاړي سره مقایسه شي نو دا ترې ښه څرګندیږي چې اصغر د نورو لوبغاړو په پرتله څومره ناکام دی.

رحمت شاه په تېرو وروستیو لسو لوبو کې د ۴۱.۷ اوسط سره ۴۱۷ منډې جوړې کړي دي. هغه دوه سلیزې او یوه نیمه سلیزه هم په تېرو لسو لوبو کې وهلې ده. رحمت شاه په یواځې ۳۵ لوبو کې ۱۱۴۸ منډې جوړې دي، ۳ سلیزې یې وهلي او ۱۱ ویکټې یې هم اخېستي دي.

د اصغرستانکزي وروستیو لوبو ته په کتلو لازمه ده چې هغه په لوبډله کې په پاتې کېدو ژور غور وکړي، کرکټ بورډ هم باید د دې پر ځای چې زاړه لوبغاړي ولوبوي باید ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

طبیعي خبره ده چې پر اصغر ستانکزي به د مشرتوب فشار هم وی، خو پرون چې ما د زمبابوې سره لوبه وکتله، څو شیانو ته متوجې شوم: ۱- اصغر ستانکزی د خراب بیټنګ تر څنګ په مشرتوب کې ډیر کمزوری دی، هغه پر غلط وخت د بالر انتخاب کوي، د فیلډنګ لپاره ځانګړی پلان نه لري، خپل بالر د فیلډنګ سیټنګ ته نه متوجې کوي. ۲- په ځانګړي ډول تیز بالران نه پوهیږي چې فیلډران چیري ولاړ دی، هسي بالر غورځوي او نور یې په کیسه کی نه دی که سم سو او که خراب سو. ۳- شهزاد وکټ کیپنګ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x