
د نړۍ تر ټولو غريب ولسمشر د سلو شامي ماشومانو کفالت پرغاړه واخيست
د سويلي امريکا وروسته پاتې او غريب “يورا ګونې” هيواد سپين پوستي ولسمشر د سوريې د کورنۍ جګړو د قربانيانو له ډلې د سلو يتمو ماشومانو کفالت په خپله غاړه واخيست.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ټولنې UNHCR) ) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يوراګونې ولسمشر “خوسې موجيکا” سوريه کې د جګړو او بمباريو له امله د سلو يتيم شويو کوچنيانو کفالت په خپله غاړه اخيستي دی.
راپور کې راغلي، چې د هر سوريايي يتيم سره به د ده يو بالغ خپلوان يوراګونې ته ځي او دغه ټول کسان به د ولسمشر خوسې موجيکا په خپل شخصي کور کې ژوند کوي.
د يادونې وړ ده، چې خوسې موجيکا د نړۍ تر ټولو غريب ولسمشر نومول شوی دی.
نوموړی د مياشتې ۱۲زر ۵۰۰ ډالر تنخوا اخلي، ولې دی يوازې لس سلنه تنخوا په خپل ځان لګوي او پاتې نوي سلنه پر غريبانو او بې وزلو خلکو ويشي.
موجيکا د ۲۰۱۲م کال کې د يورا ګونې ولسمشر وټاکل شو او له ټاکل کيدو وروسته دی د اوسيدو په موخه د ولسمشرۍ ماڼي ته نه دی تللی، بلکې له ښاره د باندې په خپل پخواني کور کې ژوند کوي.
د نړۍ د نورو ولسمشرانو پر خلاف موجيکا له هر رنګه پروټوکول پرته تګ راتګ کوي.
د خوسې موجيکا دغه کار د نړۍ ټولو واکمنو او شتمنو لپاره يو پيغام لري، چې څوک د پيسو او دولت لپاره خپل ژوند کوي، هغه خلک په ولسي سياست کې ځای نه لري، بلکې د ولس په زړه کې هغه څوک ځای موندلی شي، چې د زړه له تله د ولس په غم دردمن وي او خپل ژوند يې د ولس د بقا او خدمت لپاره وقف کړی وي.